راشد خان په ای پي اېل کې بل ریکارډ جوړ کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ورو توپ اچوونکي راشد خان په روانو ای پي اېل لوبو کې د ممبۍ انډینز لوبډلې پر خلاف په څلورو اورونو کې ۱۸ توپونه داسې واچول چې منډې پرې جوړې نه شوې.
۱۸ تر ټولو ډېر توپونه دي چې منډې نه دي پرې شوې، دا یو له پخواني ریکارډ سره برابر دی.
په دې مانا چې په ۲۴ توپونو کې چې ده اچولي، یوازې ۶ وهل شوي، نور ټول بې منډو پاتې دي.
دی په دې لوبه کې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
له دې مخکې هندي ورو بالر اشوین دغه ریکارډ جوړ کړی و، چې اوس راشد برابر کړ.
راشد په دې لوبه کې په څلورو اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیستله.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
نوموړی دوه ورځې مخکې په یوه نړیواله ډلبندۍ کې د شل اوریزو لوبو غوره نوی توپ اچوونکی نومول شوی و.
راشد خان په یوه ورځنیو لوبو کې تر ټولو ژر ۱۰۰ ویکتې اخیستونکی دی.








