کرېکټ بورډ مشر وايي، بولۍ کې مو لاس نه درلود
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د اې پي ايل د بوليو په چارو کې د دوى هېڅ لاس نه و. دا خبره د بورډ مشر بي بي سي پښتو تلويزيون ته تر هغه وروسته وکړه چې يو شمېر لوبغاړو په خواله رسنۍ کې نيوکې وکړې. د ملي لوبډلې لوبغاړي نور علي ځدراڼ چې دغو سياليو ته کومې لوبډلې ونه پېروده، ادعا وکړه چې درغلي شوې ده. خو عاطف مشعل ملايکې احمدزۍ سره په خبرو کې داسې سپيناوى وکړ: