تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۰۲۳ ای پي اېل پایلوبه؛ څوک به اتل شي؟
ټاکل شوې وه چې د د ۲۰۲۳ کال د هند کرېکټ غوره لیګ (ایپياېل) پایلوبه يکشنبې د احمد اباد ښار په کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي خو د دوامدار باران له کبله دوشنبې ته وځنډېده.
لوبه به په ياد لوبغالي کې ترسره کېږي، دا د ګجرات ټایټنز لوبډلې لوبغالی چې د افغانستان راشد خان او نور احمد هم پکې لوبه کوي.
سږ کال له ګجرات سره چینای سوپر کېنګز لوبډله پایلوبې ته وتلې.
د چینای لوبډلمشر د هند ملي لوبډلې پخوانی کپتان 'اېم اېس دهوني' دی، چې د لوبډلې د ښه مدیریت او مشرۍ له کبله تل ستایل شوی.
دا به د 'ای پي اېل' په تېرو ۱۶ پړاونو کې ۱۱ ځل وي، چې د دهوني لوبډله یې پایلوبه لوبوي.
چینای څلور ځله د دغه لیګ اتلولي ګټلې هم ده.
ګجرات بیا د تېر کال اتل دی او سږ کال د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
دې لوبډلې سږ کال د ای پي اېل لومړي یا ګروپي پړاو کې تر ټولو ډېرې نمرې درلودې او تر پایه د جدول په سر کې پاتې و.
خو پایلوبې ته د رسېدو سیالي یې همدغه چینای سوپر کېنګز ته وبایلله.
هغه لوبه تېره اوونۍ (د مې پر ۲۳مه) چینای ښار لوبغالي کې وشوه او چینای په ۱۵ منډو وګټله.
د چینای لوبغالي ویشتنځی سوکه دی او معمولا ډېرې منډې پرې نه جوړېږي.
خو د احمد اباد لوبغالی بیا چې نن پایلوبه پکې کېږي، توپوهنې ته ډېر مناسب بلل شوی.
دا هم د یادونې ده چې د اېم اېس دهوني چینای سوپر کېنګز تر اوسه احمد اباد کې ۳ لوبې کړې او درېواړه یې بایللې دي.