کرېکټ: ګجرات د هند غوره ليګ وګاټه

د هند کرېکټ غوره ليګ يا ای پي اېل پايلوبه کې ګجرات ټايټنز لوبډلې راجستان رويلز ته په ماتې ورکولو سره اتلولي په خپل نامه کړه.

راجستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۰ منډ وکړې چې په ځواب کې يې ګجرات لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۹ اور کې د يوازې دريو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

که څه هم د راجستان د پيل لوبغاړو يشسوي جېسوال ۲۲ او جاس بټلر ۳۹ منډې وکړې خو له دوی وروسته لوبغاړي يو پر بل پسې ژر وسوځېدل او کومې خاصې منډې یې ونشوی کړی.

بل پلو د ګجرات لوبډلمشر هاردېک پانډيا په توپ اچونه او توپ وهنه کې ښه وځلېد او د دريو وېکټو په اخيستو او ۳۴ منډو په ترسره کولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ده تر څنګ روي شاسن دوې، راشد خان، محمد شامي او يش ديال يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.

په توپ وهنه کې بيا د ګجرات لوبډلې شوبمن ګېل ښه وځېلد او ناسوځېدلې ۴۵ منډې يې وکړې.

ګجرات ټایټڼز د روان کال د ای پي اېل ګروپي سټیج کې له خپلو ۱۴ لوبو ۱۰ او راجستان رویلز ۹ لوبې وګټلې او په ترتیب سره د نوملړ لومړۍ او دویمه لوبډله وه.

ګجرات لوبډله سږکال په لومړي ځل 'ای پي ایل' کې لوبېږي، خو پايلوبه يې وګټله.

راجستان رویلز بیا په ۲۰۰۸ کال کې د "ای پي ایل" لومړنی اتلولي ګټلی وه.

ګجرات ټایټنز او راجستان رویلز سږني 'اي پي اېل' کې تر دې وړاندې هم دوه ځله سره مخامخ شوي وو چې دواړه لوبې ګجرات ټایټنز ګټلې وې.

د ای پي ایل سږنیو لوبو کې د کجرات ټایټنز د بریاو راز دې کې نغښتی بلل کېږي چې د راشد خان په څېر بېلابېل الرونډران لوبوي.

راشد خان د دې لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی. نوموړی د رجستان رویلز سره تېرو لوبو کې ښه ثابت شوی. پر راشد خان سربېره دوه نور افغان لوبغاړي "نور احمد لکڼوال" او "رحمان الله ګوربز" هم سږ ګجرات ټایټنز لوبډلې اخیستي، خو د لوبېدو موقع ورنکړل شوه.

د ای پي ایل سږني ټورمنټ کې د رجستان رویلز ستراتیژي داسې وه چې شپږ توپوهونکي او پنځه توپ اچوونکي يې لوبول او د همدې ستراتېژۍ پر مټ تر پایلوبې را ورسېدل.

اېنډیا پرېمیر لیګ (ای پي ایل) یا د هند غوره لیګ دمګړۍ کې د نارینه وو د شل اوریز کرېکټ تر ټولو ستر او مخکښ سوداګریز لیګ ګڼل کېږي او د نړۍ لروبر میلیونونه مینه وال لري.

دا لوبې په ۲۰۰۷ کال د هند کرېکټ بورډ (هند کې د کرېکټ د کنټرول بورډ) لخوا پیل شوې او دا یې ۱۵م پړاو دی.

تر دې دمه پکې ممبی انډینز لوبډلې ۵ او چینای سوپر کېنګز ۴ ځله اتلولي ګټلې ده.

خو سږ کال کیسه بل ډول ده.

ممبي انډینز د سږکال نوملړ کې وروستی (لسم) او چینای سوپر کېنګز نهم ځای لري او تر ټولو ډېرې لوبې یې وبایللې.