ګجرات ټایټنز که راجستان رویلز؛ د ۲۰۲۲ کال "ای پي اېل" جام به څوک ګټي؟

ګجرات ټایټنز او راجستان رویلز لوبډلې نن یکشنبه د هند کرېکټ غوره لیګ "ای پي اېل" د ۲۰۲۲ کال سیالیو پایلوبه کې مخامخېږي.

د دوی ترمنځ پایلوبه په ځايي وخت ۳:۳۰ بجې د احمد اباد لوبغالي کې پیلېږي.

ګجرات ټایټڼز د روان کال د ای پي اېل ګروپي سټیج کې له خپلو ۱۴ لوبو ۱۰ او راجستان رویلز ۹ لوبې وګټلې او په ترتیب سره د نوملړ لومړۍ او دویمه لوبډله وه.

ګجرات لوبډله سږکال په لومړي ځل 'ای پي ایل' کې لوبېږي، خو ځان یې پایلوبې ته رسولی دی.

راجستان رویلز بیا په ۲۰۰۸ کال کې هم د پایلوبه لوبولې او د "ای پي ایل" لومړنی اتلولي ګټلی و.

ګجرات ټایټنر او راجستان رویلز سږني 'اي پي اېل' کې تر دې وړاندې هم دوه ځله سره مخامخ شوي چې دواړه لوبې ګجرات ټایټنز ګتلې دي.

د ای پي ایل سږنیو لوبو کې د کجرات ټایټنز د بریاو راز دې نغښتی بلل کېږي چې د راشد خان په څېر بېلابېل الرونډران لوبوي.

راشد خان د دې لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی.

هغه رجستان رویلز سره تېرو دواړو لوبو کې ښه ثابت شوی او د پنځو له اوسط کمې منډې یې ورکړې دي.

پر راشد خان سربېره دوه نور افغان لوبغاړي "نور احمد لکڼوال" او "رحمان الله ګوربز" هم سږ ګجرات ټایټنز لوبډلې اخیستي، خو تر اوسه د لوبېدو موکه نه ده ورکړ شوې.

د ای پي ایل سږني ټورمنټ کې د رجستان رویلز ستراتیژي داسې ده چې شپږ توپوهونکي او پنځه توپ اچوونکي لوبوي او د همدې ستراتېژۍ پر مټ تر پایلوبې را رسېدلي دي.

د پچې یا ټاس رول

د ګجرات ټایټنز او راجستان رویلز ترمنځ پایلوبه د احمد اباد لوبغالي کې کېږي.

دغه لوبغالي کې د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ راهیسې ټولټال ۱۸ شل اوریزې لوبې شوي.

په دغو لوبو کې یوازې دوه ځله داسې شوي چې کومې لوبډلې پچه ګټلې، پخپله دې یې بټنګ کړی وي.

له دغو اتلسو ۱۲ لوبې د دویمې پاڼۍ لوبوونکو یا د هدف تعقیبوونکو لوبډلو ګټلي.

په هره توګه د تېرو دوو ای پي ایل پایلوبې د پچې بایلونکو لوبډلو ګټلې دي.

ای پي ایل مخینه

اېنډیا پرېمیر لیګ {ای پي ایل} یا د هند غوره لیګ دمګړۍ کې د نارینه وو د شل اوریز کرېکټ تر ټولو ستر او مخکښ سوداګریز لیګ ګڼل کېږي او د نړۍ لروبر میلیونونه مینه وال لري.

دا لوبې په ۲۰۰۷ کال د هند کرېکټ بورډ (هند کې د کرېکټ د کنټرول بورډ) لخوا پیل شوې او دا یې ۱۵م پړاو دی.

تر دې دمه پکې ممبی انډینز لوبډلې ۵ او چینای سوپر کېنګز ۴ ځله اتلولي ګټلې ده.

خو سږ کال کیسه بل ډول ده.

ممبي انډینز د سږکال نوملړ کې وروستی (لسم) او چینای سوپر کېنګز نهم ځای لري او تر ټولو ډېرې لوبې یې وبایللې.