تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ای پي ایل ۲۰۲۲؛ سږکال پکې ۵ افغان لوبغاړي لوبېږي
ټاکلې "ای پي ایل" یا د هند د کرېکټ غوره لیګ د ۲۰۲۲ کال سیالۍ د شنبې پر ورځ پیل شي. سږ کال پنځه افغان لوبغاړي د کرېکټ دغه لیګ کې لوبېږي. له دوی درې یوازې یوې (ګجرات ټایټنز) ته لوبه کوي.
کڼ لاس سوکه توپ اچوونکی 'نور احمد لکڼوال'، ۲۰ کلن چټک منډې جوړونکی 'رحمان الله ګوربز' او د کرېکټ نړۍ پېژندل شوی نوم 'راشد خان' هغه افغان لوبغاړي دي چې د سږ کال په "ای پي ایل" کې به ګجرات ټايټنز ته لوبېږي.
پخپله ګجرات ټایټنز لوبډله هم سږکال په لومړي ځل د هند غوره لیګ کې لوبېږي.
۱۷ کلن نور احمد د افغانستان د نوولس کلنو ملي لوبډلې غړی او سږ کال 'ای پي ایل' کې تر ټول کم عمره بهرنی لوبغاړی دی.
هغه لپاره که څه هم 'ای پي ایل' نوی دی خو وړاندې د استرالیا 'بېګ باش' او د پاکستان 'پي ایس ایل' کې لوبېدلی.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړي رحمان الله ګوربز او فضل الحق فاروقي هم په لومړي ځل 'ای پي اېل' کې اخیستل شوي.
۲۰ کلن ګربز لومړی افغان توپ وهونکی/ ویکټ ساتونکی دی چې 'ای پي ایل' کې لوبېږي.
هغه د بولۍ لومړۍ پړاو کې له اخیستلو پاتې شو، خو وروسته ګجرات ټایټنز لوبډلې ځکه واخیست چې انګلنډی 'جاسون رای' ترې د کورنیو ستونزو له کبله جلا شو.
حمان الله په ۲۰۱۹ کال د افغانستان د ملي لوبډلې غړی شو، خو د ښې، ښکلې او چټکې لوبې د وړتیا په ښودلو سره یې ډېر ژر د شري لنکا، بنګله دیش، پاکستان او اوس دا دی د هند غوره لیګ کې لوبېدو ته لار پرانیسته.
۲۱ کلن فضل الحق فاروقي کیڼ لاسی چټک توپ غورځوونکی دی.
هغه که څه هم د افغانستان ملي لوبډله کې د لوبېدو اوږده مخینه نه لري، خو همدې لنډه موده کې یې د ډېرو خلکو پام ځان ته واړاوه.
فاروقي سږ کال 'ای پي ایل' کې سنرایزرز حیدر اباد لپاره لوبه کوي چې تېرو کلونو کې د راشد خان او محمدي نبي عیسی خیل کوربه وه.
راشد خان چې 'ای پي ایل' د ګرانبیه بهرنیو لوبغاړو په کتار دی، سږ کال کجرات ټایټنز کلب پېرلی او محمد نبي له کلکتې نایټ رایډرز سره یو ځای شوی.
د افغانستان د کرېکټ بل مخکښ سوکه توپ اچوونکی مجیب الرحمن ځدراڼ چې تېر څو کاله ای پي ایل کې لوبېدلی، سږ کال دغه لیګ کې نه دی اخیستل شوی.
هغه به 'کېنګز اېلیون پنجاب' لوبډلې ته لوبه کوله.
ای پي ایل مخینه
اېنډیا پرېمیر لیګ {ای پي ایل} یا د هند غوره لیګ دمګړۍ کې د نارینه وو د شل اوریز کرېکټ تر ټولو ستر او مخکښ سوداګریز لیګ ګڼل کېږي او د نړۍ لروبر میلیونونه مینه وال لري.
دا لیک په ۲۰۰۷ کال د هند کرېکټ بورډ (هند کې د کرېکټ د کنټرول بورډ) لخوا پیل شو او دا یې ۱۵مه پړاو دی.
دغه لیک هر کال د مارچ او می میاشتو ترمنځ کېږي.
تر دې دمه پکې ممبی انډینز لوبډلې ۵ او چینای سوپر کېنګز ۴ ځله اتلولي ګټلې ده.
سږ کال د ډهوني په مشرۍ چینای سوپر کېنګز د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.