تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ای پي ایل؛ افغان لوبغاړی 'رحمان الله ګوربز' ګجرات ټایټنز لوبډلې واخیست
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړی رحمان الله ګوربز د هند کرېکټ غوره لیګ "ای پي ایل" سږنیو سیالیو کې لوبېږي.
شل کلن ګوربز د افغانستان ملي لوبډله کې د پیل توپوهونکی او وېکټ ساتونکی دی.
هغه به د ۲۰۲۲ کال د "ای پي ایل" سالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې برخه وي.
دوه نور افغان لوبغاړي راشد خان او نور احمد لکڼوال هم سږ کال 'ای پي ایل' کې همدې لوبډلې ته لوبه کوي.
ګجرات ټیټانز هم د لکناو لوبډلې په څېر سږ کال په لومړي ځل ای پي اېل کې لوبېږي.
ګوربز پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: "زه به تر خپل وس کوښښ وکړم چې په ښه پرفامنس کولو سره تاسو خوښ وساتم او د خپل هیواد نوم روښانه کړم."
د رحمان الله ګوربز نوم تېره فبرورۍ د ای پي ایل بولۍ کې و، خو کومې لوبډلې نه و اخیستی.
ګجرات ټایټنز لوبډلې هم د خپل ټویټر پر پاڼه رحمان الله ګوربز ته هرکلی ویلی دی.
د رپوټونو له مخې ښاغلی ګربز د انګلنډ د پیل توهوهونکي جاسون رای پر ځای اخیستل شوی دی.
رای تېره میاشت وویل یو څه موده کرېکټ نه کوي.
ګجرات ټایټنز لوبډلې استرالیايی 'ماتیو وېډ' هم د وېکټ ساتونکي او د پیل توپوهونکي په توګه اخیستی دی.
رحمان الله ګوربز له ای پیل وړاندې د پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا په غوره لګونو کې لوبېدلی او ښه ځلېدلی دی.
د ۲۰۲۲ کال د ای پي ایل سیالیو کې د کجرات ټیټانز لوبډلې مشري هاردیک پانډیا کوي.
ټاکلې چې دغه لوبډله د مارچ له ۱۳مې د احمد اباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې د چمتووالی لړۍ پیل کړې.
دا لوبډله به د مارچ پر ۲۸مه د لکناو سوپر جاینټ خلاف خپله لومړۍ لوبه وکړي.