تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
راشد خان، رحمان الله ګوربز او محمد نبي بنګله دېش کې افغان لوبډلې سره يو ځای شول
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
افغان لوبغاړي راشد خان او رحمان الله ګوربز د پاکستان کرېکټ غوره لیګ سیالیو 'پي ایس ایل ' وتلي دي.
دواړه افغان لوبغاړي د افغانستان ملي کرېکټ لوبډلې غړي دي، چې بنګله دېش ته د سیالیو لپاره ځي او له همدې کبله دواړه افغان لوبغاړي له پي ایس ایل سیالیو سږنيو لوبو سره مخه ښه وکړه.
د پي ایس ایل لاهور قلندرز لوبغاړي چې راشد خان یې غړی و، له ګارډ اف انر (سلامي) سره خپل مهم سپېنر رخصت کړ.
د پي ایس ایل سیالیو دې اووم کال سياليو کې راشد خان خورا ښه وځلېد او ټولټال ۱۳ وېکټې یې ترلاسه کړې. راشد خان د کراچۍ کېنګز لوبډلې خلاف یوه سیالۍ کې د یوازې ۱۷ منډو بدل کې څلور وېکټې ترلاسه کړې.
رحمان الله ګوربز چې د اسلام اباد یونایټیډ له لورې یې سیالي کوله، و نه توانید د پي ایس ایل خپلو ټولو سیالیو کې یوه نیمه لسیزه هم بشپړه کړي، خو سټرائیک کچه یې ۱۸۰ ته رسېده.
نوموړي په دې سیالیو کې ۱۲ شپږیزې ووهلې، چې د شاداب خان له ۱۶ شپږیزو وروسته د اسلام اباد یونایټیډ دویم لوبغاړی دی چې تر دې مهاله يې تر ټولو ډېرې شپږیزې ووهلې.
بنګله دېش او افغانستان د فبروري له ٢٣ مې نېټې درې يو ورځنۍ او دوې شل اووريزې لوبې کوي، چې یو شمېر افغان لوبغاړي له مخکې نه هلته رسېدلي او په تمریناتو بوخت دي.
پال سٹرلنګ، الیکس هیلز، لیئم لیونګ سټون، شرفین ردرفرډ، ټام کولرکېډ مور، ثاقب محمود، بینډیکټ، جیمز فاکنر بیا هغه نور بهرني لوبغاړي دي چې له خپلو ملي لوبډلو سره په نړیوالو لوبو کې د ملګرتیا، ټپي کېدو او یا 'شخصي مسائلو ' له کبله یې له پاکستان غوره لیګ سیالیو سره مخه ښه کړې.