تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کهولي ملامت، نوین سلامت خو تاوان چا وکړ؟
- Author, ایمل پسرلی
- دنده, بي بي سي
د هند مخکښ شل اوریز لیګ 'ای پي ایل' وایي د دوشنبې په ورځ د لکنهو او بنګلور په لوبه کې د لوبغاړو له تا ویلې ما ویلې وروسته درې کسه جریمه شول.
د هند په مخکښ شل اوریز لیګ کې د دوشنبې (مۍ لومړۍ) لوبه د لکهنو او بنګلور تر منځ د منډو له امله نه، د لوبغاړو د احساساتو له کبله ډېره یاده شوه.
لکنهو د ۱۲۷ منډو هدف ترلاسه نه کړای شو چې عمومآ په شل اوریزو لوبو کې ډېر ګران نه بلل کېږي، خو په پېچ بال درېده او منډه جوړونکو ته ګرانه وه چې ډېرې منډې وکړي.
د ویرانت کهولي غوندې منډه جوړونکي هم په ۳۰ بالونو یوازې ۳۱ منډې وکړې چې درې پکې څلورېزې وې.
خو د هند د ملي لوبډلې دغه مخکینی کپتان د منډو له امله نه بلکې له خپلو سیالانو سره په لوبه کې او تر لوبې وروسته د چلند له امله ډېر یاد شو.
افغان بالر نوین الحق چې بېټینګ ته راغی د لکنهو اته لوبغاړي سوځېدلي و، د لوبډلې کپتان او ستوری منډه جوړونکی راهول یې ټپي و او دوی لا ۴۹ منډو ته اړتیا لرله.
د رپوټونو تر مخه کهولي نوین ته هم هغه هرکلی ووایه چې تر ده وړاندې یې د لکهنو تکړه منډه جوړونکو ته ویلی و.
له ادعاو سره سم دا هر کلی د سپکو سپورو خبرو و.
نوین لومړی غلی ودرېد خو چې د کهولي خبرو پای و نه موند ده هم ځواب ووایه.
کهولي له دغه ډول ځواب سره شاید روږدی نه و. عمومآ دی او ډېر نور لوبغاړي منډه جوړونکو ته سپکې سپورې په دې وایي چې په قهر یې کړي او د سړو اعصابو پر ځای احساساتي لوبه وکړي او وسوځېږي.
تر لوبې وروسته لوبغاړي یو بل ته ورغاړې وځي او پر پېچ ویل شوې خبرې تېرې او هېرې وبلل شي، خو د رپوټونو ترمخه کهولي دغه وخت هم نوین ته څه وویل چې افغان لوبغاړي یې بیا هم ځواب ورکړ.
د دوی له دې تاویلو ما ویلو نوره لوبډله هم برګه شوه. د لکهنو یوه روزونکي او د کهولي پخواني هملوبډلي ګهمبیر د خپل افغان بالر په ملاتړ ورودانګل.
له لوبې وروسته ای پي ايل په خبرپاڼه کې وویل چې کهولي او ګمبیر د دویمې درجې تېروتنه منلې او په دې توګه یې د لوبې ټول فیس په جریمه کې بایللی دی.
نوین ته د لومړۍ درجې جریمه ټاکل شوې چې د لوبې نیمایي فیس ترې اخیستل شوی.
له دې خبرې او په لوبه کې له تا ویلو ما ویلو وروسته په هند کې د کهولي ملاتړو غوسه ښوولې ده.
دوی په دې قهرېدلي دي چې نوین ولې کهولي ته ځواب ویلی دی. د دوی په وینا کهولي تجربه لرونکی او پوخ لوبغاړی دی حال دا چې نوین نوی دې ډګر ته راغلی باید د مشر لوبغاړي درناوی یې کړی وای.
یوازې په هند کې د کهولي مینه وال نه بلکې په پاکستان کې هم ځینې له نوین الحقه خوښ نه دي، له دې موقع په ګټې اخیستو یې داسې ښوولې چې نوین پخوا په سرېلنکا کې له شاهد اپریدي سره هم ورته کار کړی و .
د لوبې په ډګر کې دا ډول خبرې تل وې او شاید بیا به هم وي. نوین الحق به د ویرات کهولي د ملاتړو له خوا ملامت بلل کېږي، افغانان او ځینې نور چې د کهولي دغه ډول پخوانی چلند یې هم په یاد دی، هندی لوبغاړی ملامت او نوین سلامت بولي.
دا که ملامت او سلامت هر څوک وي نوین ته به اوس تل سترګې وراوړي او خلک به فکر کوي چې دغه ځوان په اسانۍ احساساتي کولی شي.
تر سلامتۍ او ملامتۍ اوږدمهالی تاوان ډېر مهم دی چې لوبغاړي یې نه غواړي. اوږدمهالی تاوان به دا وي چې په یوه لوبغاړي ټاپه پورې شي، داسې ټاپه چې بیا به یې د پاکولو لپاره څوک غږ نه اوري.
هغه لوبغاړی چې احساساتي شو پام یې د سترګو په رپ کې له لوبې اوښتی شي.
خو د ځوان نوین الحق وړتیا او شخصیت ته په پام د ده مینه وال بیا په دې هیله او باور دي چې دی به له دې هرې پېښې څه زده کوي او بل وار به دغه ډول پرېکړې د لوبې ریفري ته پرېږدي.