تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بنګله دېش کرېکټ غوره لیګ کې افغان لوبغاړي
د بنګله دېش کرېکټ غوره لیګ ۲۰۲۳ کال سیالۍ نن د جنورۍ په شپږمه نېټه پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د تېرو کلونو په شان سږکال هم د افغان لوبغاړو ونډه څرګنده ده.
سږکال د توپ اچونکو تر څنګ یو شمېر افغان توپوهونکو ته هم په لوبډلو کې ځای ورکول شوی دی.
محمد نبي، مجیب الرحمن، عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، کریم جنت، حمزه هوتک، شفیق الله غفاري، دروېش رسوليٍ او فضل الحق فارقي هغه افغان لوبغاړي دي چې بېلابېلو لوبډلو غوره کړي دي.
یو شمېر افغان لوبغاړو وړاندې تر دې په دغه لیګ کې لوبې کړي او تجربه یې لري، خو ځینې نور یې په لومړي ځل دغه لوبې تجربه کوي.
د بنګله دېش کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې اووه لوبډلې، چیتاکونګ، کومېلا، سیلتهه، ډاکه، فارچون، کولنا او رانګپور د روان کال د جنورۍ له شپږمې د فبرورۍ میاشتې تر شپاړسمې نېټې سیالۍ سره کوي.
افغان کرېکټ لوبغاړي د نړۍ په بېلابېلو مشهورو لیګونو لکه، ای پي اېل، بېګ باش، د انګلنډ کرېکټ غوره لیګ، سي پي اېل، پي سي اېل، سریلانکا کرېکټ غوره لیګ، بي پي اېل او نورو کې لوبېږي.
دغه راز افغان ورو توپ اچونکی راشد خان چې اوسمهال په بېګ باش سیالیو کې لوبېږي، د سویلي افریقا کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې به له ممبي کپیټاون سره د لوبډلمشر په توګه لوبې وکړي، چې راتلونکې میاشت پیلیږي.
سږکال د نړۍ تر ټولو مشهور کر ېکټ لیګ (ای پي اېل) کې پنځه افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.
هغه لوبې د مارچ په ۲۵ نېټه پیلېږي او د مې میاشتې تر ۲۸ نېټې به روانې وي.
دغه راز یو شمېر لوبغاړي دا مهال د نیپال کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې په لوبو بوخت دي، او ځینې نور به بیا راتلونکې میاشت د عربي متحده اماراتو په غوره لیګ سیالیو کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته ولاړ شي.