کرېکټ: چنای د هند ۲۰۲۳ کال غوره لیګ وګاټه

چنای

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند کرېکټ غوره ليګ يا ای پي اېل پایلوبه کې چنای سوپر کېنګز لوبډلې ګوجرات ټايټنز ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه او له دې بريا سره يې د ۲۰۲۳ کال ای پي اېل اتلولي وګټله.

چنای د پچې له ګټلو سره مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. ګجرات د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۴ منډې وکړې. لوبه د دوامدار باران له کبله وځڼدېده او ۱۵ اورو ته راښکته شوه چې له دې سره هدف هم ۱۷۱ منډې وټاکل شو.

د ګوجرات لپاره سای سودرشن ۹۶، وېرېدمن ساها ۵۴، شوبمن ګېل ۳۹ او هاردېګ پانډيا ۲۱ منډې وکړې.

د چنای متيشا تېکشنا ۲، روېندر جډېجا او ديپک چهار يوه يوه وېکټه واخيسته.

په توپ وهنه کې بیا د چنای لپاره ډېون کانوای ۴۷، شېوم ډوبې ۳۲، اجېنکې رهانې ۲۷، روتراج ګايکواډ ۲۶، امبتي رايډو ۱۹ او روېندر جډېجا ۱۵ چټکې منډې وکړې.

ګوجرات ټايټنز چې د تېر کال اتلولي يې ګټلې وه سږ ونتوانېدل پايلوبه کې سيالې لوبډلې ته ماته ورکړي.

د نورو کلونو په څېر سږ کال هم افغان لوبغاړي د هند غوره ليګ برخه وو. راشد خان او نور احمد لکڼوال د ګوجرات ټايټنز لوبډلې لپاره سيالي کوله چې تر ډېره یې د دې لوبډلې په بريا کې مهمه ونډه لرله.

په نننۍ لوبه کې هم نور احمد د ډېون کانوای او روترا وېکټې واخيستې خو راشد خان ونتوانېد کومه لوبغاړی وسوځوي.

دوه نورو افغان توپ اچونکي فضل حق فاروقي سن رایزرز حیدر اباد او نوین الحق د لکنوو سوپر جاينټس لوبډلې او وېکټ ساتونکي لوبغاړي رحمان الله ګوربز بيا د کلکتې ناټ راډرز لوبډلې لپاره سيالي کوله.