د هند غوره ليګ پيل؛ لومړۍ سيالۍ کې راشد خان غوره لوبغاړی شو

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند د غوره ليګ يا ای پي اېل د ۲۰۲۳ کال سيالۍ د هند په ګجرات کې پیل شوې چې د هند ترڅنګ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو په کې ګڼ شمېر لوبغاړي ګډون کوي.

د سږنيو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کجرات ټايټنز لوبډلې چنای سوپر کېنګز ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه. د نننۍ لوبې پچه ګجرات وګټله او چنای ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. چنای لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه چې ګجرات لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په وروستي اور کې بشپړ کړ.

د چنای لپاره روتراجا ګاکواډ ۹۲، معين علي ۲۳، شېوم ډوبې ۱۹، مهېندر سېنګ دهوني ۱۴ او ابتي رايډو ۱۲ منډې وکړې.

د ګجرات لپاره راشد جان، محمد شامي او الزاري جوزېف هر يوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول. جاش لېټل بيا د يوې وېکټې په اخيستو بريالی شو.

په توپ وهنه کې بيا د ګجرات لپاره شوبمن ګېل ۶۳، ويجې شنکر ۲۷، وېرېدمن ساها ۲۵، سای سودرسن ۲۲، راهول تېواتيا ۱۵ او راشد خان ۱۰ منډې جوړې کړې.

د ای پي اېل سږنيو سياليو په لومړۍ لوبه کې راشد خان غوره لوبغاړی شو.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ANI

د هند کرېکټ غوره لپګ چې د نړۍ يوه له غوره ليګونو بلل کېږي په ۲۰۰۷ کال پیل شو چې دا یې ۱۶ پړاو دی.

په دې لیګ کې لس لوبډلې له یوه بل سره په دوه ګروپونو کې لوبېږي.

هره لوبډله ۱۴ لوبې کوي او لږ تر لږه له یوه بل سره دوه ځلې مخ کېږي.

سږ کال پنځه افغان لوبغاړي په ای پي اېل کې لوبېږي.

راشد خان او نور احمد لکڼوال د ګجرات ټايټنز لوبډلې اخيستی دي. دوه نور توپ اچونکي فضل حق فاروقي سن رایزرز حیدر اباد او نوین الحق د لکڼو سوپر ګېنټس لوبډلو لخوا اخېستل شوي. وېکټ ساتونکي لوبغاړي رحمان الله ګوربز بيا د کلکتې ناټ راډرز لوبډلې لپاره سيالي کوي.