د هند کرېکټ غوره ليګ: محمد نبي کلکتې لوبډلې واخيست

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند کرېکټ غوره ليګ سږنيو سياليو لپاره مزايده کې د شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الرونډر محمد نبي چې د افغانستان لپاره لوبه کوي، کلکتې لوبډلې په ۱۰ ميليونه هندۍ روپيو چې شاوخوا ۱۳۰ رزه ډالر کېږي واخيست.
محمد نبي له تېرو پنځو کلونو د سنرايزر حیدر اباد لوبډلې لپاره سيالي کوله.
د دغو سياليو لپاره د مزايدې لومړي پړاو کې د محمد نبي په ګډون ځينې مشهور لوبغاړي نه وو پېرل شوي. نن يکشنبه (۱۳) نېټه يې درېيم پړاو ترسره شو.
د هند کرېکټ غوره ليګ سږنيو سياليو کې به د راشد خان په ګډون څلور لوبغاړي، محمد نبي، نور احمد لکڼوال او فضل الحق فاروقي ګډون کوي،
د افغانستان فضل الحق فاروقي په پنځه ميليونه هندۍ روپيو چې شاوخوا ۶۶ زره ډالر کېږي سنرايزر حيدر اباد لوبډلې پېرلی دی.

د عکس سرچینه، ACB
نور احمد لکڼوال چې ۱۷ کاله عمر لري کجرات لوبډلې د دري میلیونه هندۍ روپيو يا نژدې ۴۰ زره ډالرو په ارزښت وپېره. نوموړی به د هند په غوره ليګ کې تر ټولو د کم عمر لوبغاړی وي چې په سياليو کې ګډون کوي.
نور احمد د نولس کلونو نړيوالو جام سياليو کې افغانستان لپاره لوبې وکړې چې د وېکټو اخيستو تر څنګ يې د منډو جوړولو برخه کې هم خپله وړتيا وښوده.
د هند غوره ليګ سږنيو سياليو کې ۱۰ لوبډلې ګډون کوي. ټاکل شوې سيالۍ د راتلونکې مارچ مايشتې په وروستيو کې پيل شي.










