کرېکټ: محمد نبي په ۳۲ توپونو ۸۶ منډې وکړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل چې د انګلستان په یوه کورني لیګ ویټالیټي بلاسټ(Vitality Blast) کې د لیسیستر شیر لوبډلې لپاره لوبه کوي په خپلې وروستۍ لوبې کې یې په ۳۲ توپونو ۸۶ منډې وکړې.
محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.
محمد نبي په داسې حال کې لوبغالي ته ښکته شو چې په نهو اورونو کې ۹۹ منډو ته اړتیا وه. خو دغه پیاوړي افغان لوبغاړي وکولای شول هدف په اتو اوورونو کې پوره کړي.
هغه په توپوهنې کې اته شپږیزې او څلور څلوریزې ووهلې او نا سوځېدلی له لوبغالي بهر شو.
سیالې لوبغاړې چې هر توپ اچونکی رامخ ته کړ، نو محمد نبي پرې شپږیزې او څلوریزې ووهلې. چې دا په دغه لوبغالي کې یوه له ډېرو جالبو او حیرانوونکو لوبو وه.
محمد نبي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: "موده وروسته مې ښه لوبه وکړه او له لوبې مې خوند واخیست."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
که څه هم په وروستۍ لوبه کې یې په توپ اچونه کې کومه ویکټ وا نه خیسته، خو په تېرو لوبو کې د محمد نبي پر توپ اچونې ډېره تکیه شوې ده.
محمد نبي وړاندې تر دې وړاندې د هند، پاکستان او کارابین په غوره لیګ سیالیو کې هم ګډون کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
څو ورځې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا "ای سي سي" په نوې ډلبندۍ کې افغان لوبغاړی محمد نبي د شل اوریزو(T20) او یو ورځنیو لوبو (ODI) دویم الراونډر لوبغاړی اعلان کړی.
په دغه ټورنمنټ کې محمد نبي یوازینی افغان لوبغاړی نه دی، بلکې له هغه سره دوه نور لوبغاړي راشد ارمان له 'ساسکس کلب' او مجیب الرحمن بیا له 'همپ شېر' لوبډلو سره لوبې کوي.
ټي ۲۰ بلاسټ په انګلستان او ویلز کې مسلکي شل اوریز کرېکټ لیګ دی، چې د سوداګریزې هوکړې له امله یې سږ نوم په ویټالیټي بلاسټ ټورنمنټ اړول شوی دی.
په دغه ټورنمنټ کې ټولټال ۱۸ لوبډلې په دوه ګروپونو کې لوبه کوي.
سږ د دغه لیګ لومړۍ لوبه د جولای په څلورمه پیل شوې چې پایلوبه به یې د سپټمبر په ۱۵مه په برمینګم ښار کې وشي.
د دغه لیګ د ۲۰۱۷ کال اتلولي ناټینګم شېر اوټلاس (Nottinghamshire Outlaws) لوبډلې ګټلې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images










