کرېکټ؛ د افغانستان په تاریخي لوبلړۍ کې د زعفرانو، لاجوردو، افغانیو او غالیو ډالۍ

د عکس سرچینه، ACB
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرېکټ په تاریخ کې لومړنۍ شل اوریزه لوبلړۍ دوه- یو افغانستان وګټله او له دې سره یې د بریمن مزل بل ریکارډ خپل کړ.
د دغې تاریخي بریا اهمیت په خپل ځای، خو ورسره هغه څه چې لا ښه یایږي دا دي چې " افغانستان د کوربه په حیث د ښه مدیریت بېلګه هم وړاندې کړه."
دا درې لوبې که له یوې خوا د لوبیز اهمیت له کبله ارزښتمنې وې له بلې خوا افغان ځانګړو تولیداتو په لاس اوبدلي غالۍ، له لاجوردو جوړ بېټ، وېکټې، توپ او زعفرانو هم ځانګړی رنګ ورکړی وو.
افغاني بانک نوټونه هم د تبصره کونکو په خولو وو.

د عکس سرچینه، ACB
افغان لوري هڅه کړې وه چې نړۍ ته له لوبو ور ها خوا د افغانستان ښه انځور هم وښيي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي "مونږ د لوبو تر څنګ غوښتل د افغانستان کلتور، صنعت، تولید هم نړۍ ته وښیو ځکه مو جام له وطني اوبدل شوې قالینې ،د غوره لوبغاړي جایزې له لاجوردو، او جایزې مو په افغانیو کې ورکولې."
دې لوبلړۍ ته ځانګړي غالۍ چې ګټونکي ته د جام په بڼه ډېزاین شوې وه افغانستان بېرته خپله کړه دا تاریخي جام د 'چارشنبې' په ورځ کابل ته یوړل شو.
د لوبلړۍ د مهم جام ګټلو تر څنګ افغان لوبغاړو د ۵۰۰ زرو افغانیو نغدي انعام هم وګاټه.
د لاجوردو ، افغانیو او زعفرانو ډالۍ د چا شوې؟

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ د یوه نوښت له مخې د هرې لوبې غوره لوبغاړي ته له لاجوردو جوړې ډالۍ او افغانۍ ورکولې.
په لوبو کې دا بې سارې جایزې بلل کیږي چې له لومړیو لوبو دوه هغه یې افغان لوبغاړو او وروستۍ یوه یې پاکستاني لوبډلمشر ته ورکړل شوه.
د بډایه کتلوري میراث دا نښانې د ۵۰ زره افغانیو تر څنګ محمد نبي، فضل حق فاروقي او شاداب خان واخېستې چې په لوبو کې یوه بل پسې غوره لوبغاړي اعلان شول.
د دریو واړو لوبو په پای کې محمد نبي د لوبلړۍ غوره لوبغاړی (پلییر اف دې سریز) جایزه هم واخیسته، چې تر ټولو ډېر ځلیدلی و.

د عکس سرچینه، ACB
په دې لوبلړۍ کې څو نورو افغان او پاکستاني لوبغاړو ته هم په لوبه کې د ډېرو شپږیزو یا ښه ځلیدا له کبله د افغانیو جایزې ورکول شوې.
کرېکټ بورډ ویلي "لاجور د افغانستان د غرونو هغه قیمتي ډبره ده چې د ځواک، مبارزې او ځيرکتیا بېلګه بلل کیږي ځکه نو دا تحفې یې ځواکمنو لوبغاړو ته ځانګړې کړې وې."
د لاجوردو او غالۍ له ډالۍ ور ها خوا د دریو واړو لوبو په پای کې افغان خوا پاکستاني لوبغاړي په افغان مشهورو زعفراني تحفو هم ونازول.
د افغانستان زعفران په نړۍ کې لومړۍ مقام لري، دا چې ځانګړۍ شهرت لري نو د ډالۍ اهمیت یې هم ښکاره دی.

د عکس سرچینه، PCB
افغانستان غوښتل میلمنو لوبغاړو او نړۍ ته افغاني ارزښتمن تولیدات بیا ورپه زړه کړي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شویو انځورونو کې ښکاري چې پاکستان لوبغاړي د زعفرانو واړه بوتلونه په ډېر ارزښت اخلي او ګوري یې.
افغان لوبډلمشر راشد خان څو ځلې په خپلو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د زعفرانو چای څښي، هغه په ډېرو مرکو کې هم د افغاني زعفرانو یادونه کړې.
افغانستان چې د دغو لوبو د مدیریت ټولې چارې پر مخ وړلې په رسنیزه برخه کې یي هم نوښت درلود. د لوبو پر مهال یې د نړۍ په لرو او بر کې د کرېکټ لیدونکو ته د افغانستان ځینې ښکلي منظرې هم ښکارولې.

د عکس سرچینه، ACB
افغانستان له پاکستانه دې سیالیو ګټلو سره که له یوې خوا تاریخ جوړ کړ له بلې خوا یې د نړۍ د نورو هېوادونو پام هم ځانته واړوه چې که ورسره لوبې کوي افغانستان خوا یې د سیالۍ او مدیریت وړتیا لري.
وکتل شي چې له متحده عربي امارتو او پاکستان څخه د پرلپسې لوبلړیو ګټلو وروسته کومې لوبډلې له افغانستان سره سیالیو ته زړه ښه کوي.










