افغان کرېکټ ملي لوبډله جون کې شري لنکا ته د سیالیو لپاره ځي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
ټاکل شوې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د راتلونکې جون په لومړیو کې د دريو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په موخه شري لنکا ته سفر وکړي.
افغان لوبډله به د شري لنکا په همبانټوټا ښار کې له سیالې شري لنکايۍ لوبډلې سره د جون میاشتې پر دویمه، څلورمه او اوومه نېټه درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کوي.
په دې تړاو د افغانستان کرېکټ بورډ په یوې خپاره شوي خبر کې ویلي دغه سیالۍ د شري لنکا په کوربتوب ترسره کېږي او د افغان لوبډلې لپاره به د کرېکټ نړیوال جام سیالیو د چمتو والي لپاره اغېزمنې او ګټورې وي.
د افغان کرېکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان په وینا، دغه درې نړیوالوې سیالۍ د شري لنکا کرېکټ بورډ سره د خبرو په پایله کې تنظیم شوې دي او په دې تړاو د خپلو خبرو له پایلو خوښ دي.
د ښاغلي نصیب خان له قوله ویل شوي د کرېکټ نړیوالې شورا د راتلونکو سفرونو د بشپړ پروګرام سربېره، دوی هڅه کوي چې له شري لنکا او نورو کرېکټ ادارو سره خبرې وکړي.
افغانستان وار دمخه د ۲۰۲۳ کال نړیوالو پنځوس اوریزو سیالیو ته لار موندلې خو شري لنکا نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره باید د غوراوي نور پړاونه هم تېر کړي.

تر دې دمه په نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون، انګلنډ، نیوزیلینډ، اسټرالیا، بنګله دېش، پاکستان او ویسټ انډیز ګډون کره شوی دی. په ټوله کې به لس لوبډلې له یو بل سره مخ کېږي.
افغان لوبډلې په تېرې نومبر میاشت کې هم له شري لنکا سره دری یو ورځنۍ لوبې درلودې چې یوه یې افغانستان او بله شري لنکا ګټلې وه او یوه لوبه هم د باران له کبله بې پایلې پای ته رسېدلې وه.
تر هغو لوبو وروسته د افغانستان د ټولو نمرو یا پواینټونو شمېر ۱۱۵ ته ورسېد.
هغه وخت د کرېکټ نړیوالې شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو "افغانستان په هند کې د یوه ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې ځای خپل کړی."










