کرېکټ اسيا جام: افغانستان شري لنکا ته په اتو وېکټو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د کرېکټ اسيا جام سياليو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له شري لنکا په اتو وېکټو وګټله.

دغه سيالي چې د متحده عرب اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې ترسره کېږي پچه يې افغانستان وګټله او لومړی يې مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

شري لنکا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۶ منډې وکړې چې افغان لوبډلې په يوولسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړې.

د افغانستان لپاره د توپ اچوونې په برخه کې فضل الحق فاروقي ښه وځلېد، د ۱۱ منډو په ورکولو يې درې وېکټې واخيستې او غوره لوبغاړوی ونومول شو. د ده تر څنګ مجيب الرحمان دوې، محمد نبي دوې او نوين الحق يوه وېکټه واخیسته.

د توپ وهنې په برخه کې د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز چټکې ۴۰ منډې وکړې، ورپسې حضرت الله ځاځي ۳۷ او ابراهيم ځدراڼ ۱۵ منډې جوړې کړې.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لورې حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، کريم جنت، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، عظمت الله عمرزی، نوين الحق، مجيب ځدراڼ او فضل الحق فاروقي لوبېږي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ کال د اسيا جام لوبې په متحده عرب اماراتو کې ترسره کېږي په دغو سياليو کې به افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، شري لنکا او هانګ کانګ لوبډلې دا ځل د اتلولۍ کټلو لپاره خپل بخت ازمايي.

لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. په الف يا اې ګروپ کې هند، پاکستان او هانګ کانګ په ب يا بي ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش او شري لنکا دي.

ټاکل شوې په دې سياليو کې د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې د لوبو دويم پړاو ته وځي او هلته به له يو بل سره سيالي کوي او وروسته به دوی لوبډلې پايلوبې ته لار مومي.

هند تر نورو لوبډلو قوي ښکاري، دې هېواد وړاندې هم اووه ځله د اسيا جام اتلولۍ ګټلې دي. شري لنکا بيا پنځه وارې اتله شوې ده.

خو پاکستان او افغانستان هم له پامه نه شي غورځول کېدی، دغو هېوادونو په شارجه او ابوظبۍ لوبغالو کې ګڼې سيالۍ کړې او د دې ځايونو له پېچونو او هوا سره بلد دي.

که څه هم د افغانستان قوي نقطه د راشد خان په مشرۍ سپېن يا ورو بالېنګ دی خو اوس د نوي روزونکي جانتن ټراټ تر لارښوونې لاندې تمرکز تر ډېره پر توپ وهنې دی.