کرېکټ اسيا جام؛ افغانستان له شري لنکا سره سيالي کوي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ اسیا جام سيالۍ چې ټاکل شوې سبا شنبې (۲۷ اګست) په متحده عرب امارتو کې پيل شي لومړۍ لوبه د افغانستان او شري لنکا تر منځ ده.

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ کال د اسيا جام لوبې په متحده عرب اماراتو کې ترسره کېږي په دغو سياليو کې به افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، شري لنکا او هانګ کانګ لوبډلې دا ځل د اتلولۍ کټلو لپاره خپل بخت ازمايي.

لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. په الف يا اې ګروپ کې هند، پاکستان او هانګ کانګ په ب يا بي ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش او شري لنکا دي.

د اسيا جام د غه سيالۍ چې ټاکل شوې وې په شري لنکا کې ترسره شي خو د کرېکټ نړيوالې شورا په وينا په ياد هېواد کې د سياسي او اقتصادي ستونزو له کبله دا لوبې متحده عرب اماراتو ته ولېږدول شوې.

ټاکل شوې په دې سياليو کې د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې د لوبو دويم پړاو ته وځي او هلته به له يو بل سره سيالي کوي او وروسته به دوی لوبډلې پايلوبې ته لار مومي.

هند تر نورو لوبډلو قوي ښکاري، دې هېواد وړاندې هم اووه ځله د اسيا جام اتلولۍ ګټلې دي. شري لنکا بيا پنځه وارې اتله شوې ده.

خو پاکستان او افغانستان هم له پامه نه شي غورځول کېدی، دغو هېوادونو په شارجه او ابوظبۍ لوبغالو کې ګڼې سيالۍ کړې او د دې ځايونو له پېچونو او هوا سره بلد دي.

که څه هم د افغانستان قوي نقطه د راشد خان په مشرۍ سپېن يا ورو بالېنګ دی خو اوس د نوي روزونکي جانتن ټراټ تر لارښوونې لاندې تمرکز تر ډېره پر توپ وهنې دی.

په وروستيو کې افغانستان د انګلنډ پخوانی توپ وهونکی جانتن ټراټ د مشر روزونکي په توګه ټاکلی و.

افغان کرېکټ ټيم څو ورځې وړاندې متحده عرب اماراتو ته ورسېد او په ابوظبي کې يې کمپ جوړ کړ.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان لپاره اسيا جام کې د محمد نبي په مشرۍ رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځی، ابراهيم ځدراڼ، عثمان غني، نجيب الله ځدراڼ، حشمت الله شهيدي، افسر ځاځي، کريم جنت، عظمت الله عمرزی، سميع الله شينواری، راشد خان، فضل الحق فاروقي، فريد ملک، نوين الحق، نور احمد او مجيب ځدراڼ به سيالي کوي.

افغانستان به له دې سیالیو وروسته اسټرالیا ته د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام لپاره ځي. شننونکي په دې باور دي چې دا او له ايرلنډ سره د لوبو تېره لړۍ به د نړیوال جام لپاره چمتووالي کې له افغان لوبډلې سره مرسته وکړي.