کرېکټ: ايرلنډ له افغانستانه د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د کرېکټ شل اوريزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه کې ايرلنډ افغانستان ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او د دغو لوبو لړۍ يې وګټله.

دغه سيالي چې د ايرلنډ په بلفاسټ کې ترسره شوه، ايرلنډ يې پچه وګټله او لومړی يې افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغانستان په ۱۵ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۵ منډې کړې وې. خو لوبه د باران له امله ۷ اورونو ته راټيټيه او هدف ۵۶ منډې وټاکل شو.

په توپ وهنه کې د افغانستان د لوبې پيل ښه نه و د سر لوبغاړي يې ژر يو پربل پسې وسوځېدل خو عثمان غني لوبه يو څه کابلو کړه او ۴۴ منډې يې جوړې کړې. د ده تر څنګ عظمت الله عمرزي ۱۵، نجيب الله ځدراڼ ۱۰ او حضرت الله ځاځي ۱۰ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، نجيب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمان، فريد ملک، نوین الحق او فضل حق فاروقي د محمد نبي په لوبډلمشرۍ د افغانستان له لوري ولوبېدل.

د دې لوبو لپاره د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان او محمد نبي په څېر تجربه کاره ستورو هم برخه لرله خو تر څنګ يې يو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم لوبډله کې ځای ورکړل شوی و.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د تېز بالېنګ په برخه کې فضل الحق فاروقي، فريد ملک او نوين الحق په لوبډله کې اخيستل شوي وو چې په تېرو لوبو کې ښه وځلېدل. فضل الحق فاروقي د ټپي کېدو له امله په تېره لوبه کې ګډون نه درلود.

افغانستان له دې سیالیو وروسته په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام لوبې کوي،‌ او تر هغه وروسته به اسټرالیا ته د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام لپاره ځي.

د اسيا جام لوبې ټاکل شوې په متحده عرب اماراتو کې ترسره شي چې تر ډېره افغان لوبډله ورسره بلده ده خو ډېری شنونکي په دې باور دي‌ چې د ایرلنډ شنې او تېزې وېکتې به د نړیوال جام لپاره چمتووالي کې له افغان لوبډلې سره مرسته وکړي.