کرېکټ: ایرلنډ له افغانستان لومړۍ شل اوریزه لوبه په ۷ وېکټو وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان او آیرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه کې چې د شمالي ایرلنډ په بلفاسټ ښار کې وشوه، آیرلنډ په ۷ وېکټو بریا ترلاسه کړه.
افغان لوبډلې نن لومړی لوبه وکړه او د ټولو شلو اوورونو له لوبې وروسته یې د ۷ وېکټو په زیان ۱۶۸ منډې وکړې او آیرلنډ لوبډلې ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.
آیرلنډ لوبډلې په ځوابي لوبه کې د دریو لوبغاړو له سوځېدو وروسته په داسې حال کې ۱۷۱ منډې وکړې، چې د لوبې یو توپ لا پاتې و.
افغانستان د نن لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې یا بېټینګ پرېکړه وکړه. رحمان الله ګوربز او عثمان غني د افغانستان له لوري لومړی میدان ته د لوبې لپاره ووتل.
رحمان الله ګوربز د افغانستان لومړنی لوبغاړی و چې د ۲۶ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد، ورپسې حشمت الله شهیدي هم د ۱۱ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.
د څوارلسم اوور تر پایه د ۱۱۶ منډو بدل کې د افغانستان ۴ لوبغاړي وسوځېدل او په دې څلورو لوبغاړو کې عثمان غني تر ټولو ډېرې ۵۹ منډې وکړې.
له دې سره نور افغانان و نه توانېدل د آیرلنډ بالنګ پر وړاندې تر ډېره په میدان کې پاتې شي او ۱۸ اوور تر پایه د ۱۳۸ منډو بدل کې شپږ افغان لوبغاړي له میدانه بهر شوي وو.
رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، نجیب الله ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمان، نوین الحق او فضل حق فاروقي د محمد نبي په لوبډلمشرۍ د نن په لوبه کې د افغانستان له لوري لوبېږي.
دواړه لوبډلې به په دې لړۍ کې ټولټال پنځه لوبې کوي چې د اګست پر نهمه، یوولسمه، دولسمه، پنځلسمه او وروستۍ لوبه به د اګست پر اوولسمه نېټه پیل شي.
د دې لوبو لپاره د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان او محمد نبي په څېر تجربه کاره ستوري شته، خو ترڅنګ یې یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.
د تېز بالنګ په برخه کې فضل حق فاروقي، نوین الحق او عظمت عمرزی په لوبډله کې اخیستل شوي دي، چې د مینه والو او شنونکو به ورته ډېر پام وي.

د عکس سرچینه، AFghanistan cricket board
افغانستان له دې سیالیو وروسته په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام لوبې کوي، او تر هغه وروسته به اسټرالیا ته د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام لپاره ځي.
ډېری شنونکي په دې باور دي چې د ایرلنډ شنې او تېزې وېکتې به د نړیوال جام لپاره چمتووالي کې له افغان لوبډلې سره مرسته وکړي.
د آیرلنډ لوبډله هم په دې وروستیو کې ښه ځلېدلې او تازه یې له سویلي افریقا او نیو زیلنډ سره ښې لوبې کړې دي، او مینه وال تمه لري چې د پنځو لوبو دا لړۍ به په زړه پورې وي.









