د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د شل اوريزو لوبو لړۍ

د ویډیو تشریح، د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د شل اوريزو لوبو لړۍ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله شمالي ایرلنډ ته رسېدلې او کوربه ایرلنډ سره د شل اوریزو لوبو له لړۍ وړاندې یې روزنه پيل کړې.

افغانستان به ایرلنډ سره پنځه شل اوره لوبو کې سیالي وکړي چې لومړۍ هغه یې سې شنبې کېږي.

دا لوبې افغانستان لپاره څومره مهمې دي او ایرلنډ څومره پیاوړی سیال دی. د بي بي سي حمید شجاع لوبغالي کې دی او له هغه ځایه نور حال راکوي.