د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوالو سیالیو جام افغانستان ته وړل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
له څلورو کلونو وروسته یو ځل بیا د کرېکټ نړیوالو سیالیو جام افغانستان ته وړل کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل دغه ټرافي به د سپټمبر میاشت کې افغانستان ته ورسېږي.
نوموړي وويل، "دا به نړیوالو ته یو ډېر ښه مثبت انځور وړاندې کړي، د کرېکټ شوق او علاقه به ورسره زیاته شي."
ټاکل شوې دا جام به د نړۍ په ۱۸ هېوادونو وګرځول شي چې د افغانستان په ګډون کویت، بحرین، مالیزیا، امریکا، نایجیریا، یوګانډا، فرانسه، ایټالیا، امریکا، کوربه هېواد هند او نور هغه هېوادونه شامل دي چې په دغو سیالیو کې ګډون کوي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا دوی د دغه جام د ګرځولو لپاره يې پروګرامونه داسې چمتو کړي چې هم په افغانستان کې د کرېکټ ځوان مینه وال پرې خوښ کړي او هم نړیوالو ته په افغانستان کې د کرېکټ مینې یو ښکلی انځور ورکړي.
مخکې داسې ګونګسې وې چې دا جام به افغانستان ته نه وړل کېږي، خو د افغان کرېکټ بورډ مشر په وینا اوس دا کره شوې چې جام به افغانستان ته يوړل شي.
تر دې مهال د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو کې د یو شمېر لوبډلو ګډون معلوم شوی دی چې پکې افغانستان، هند، انګلستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، نیوزیلینډ، پاکستان او بنګله دېش شامل دي.
دا به درېیم ځل وي افغانستان ته دا کپ راوړل کېږي.
لومړی ځل په ۲۰۱۵ کال کې دغه جام د یوې ورځې لپاره افغانستان ته وړل شوی و.
بیا په ۲۰۱۹ کال کې د کرېکټ نړیوالو سیالیو جام د افغانستان پلازمينې کابل، بامیان، هرات او کندهار ولایتونو ته وړل شوی و، او درې ورځې مینه والو لیدنه ترې وکړه.
ټاکل شوې راتلونکی ځل به د دوو ورځو لپاره وړل کېږي.
هغه مهال د نړیوالو سیالیو جام په پلازمینې کابل کې د دارالامان تاریخي ماڼۍ ته وړل شوی و او د ملي لوبډلې لوبغاړو ورسره انځورونه هم اخیستي وو.
دغه جام د نړۍ په ځینو مشهور سیمو، ښوونځیو، پوهنتونونو او ان د ځینو خلکو کورونو ته ورسېږي، چې موخه یې په نړیواله کچه د خلکو سره نښلول بلل کېږي.









