ایران: د سپوږمکۍ انځورونه کجکي او کمال خان بندونو کې کافي اوبه ښيي

د عکس سرچینه، irna.ir
د هلمند سیند اوبو پر سر ناندریو لړ کې د ایران دولتي خبري اژانس "ایرنا" د ایران د فضايي چارو ادارې په حواله رپوټ ورکړی چې د سپوږمکیو له خوا اخستل شوي انځورونه ښيي چې د طالبانو حکومت د وینا برخلاف کجکي او کمال خان بندونو کې کافي اوبه شته.
ایرنا دا انځورونه خپاره کړې او ادعا کوي چې کجکي بند کاسه شاوخوا اتیا سلنه ډکه ده.
ایرنا زیاتوي چې د سپوږمکۍ انځورنه او دقیقه ارزونه ښيي چې له کجکي تر کمال خان بنده د لارې په اوږدو کې کرنیزې ځمکې تر ډېره د کجکې له بنده په خوشې شویو اوبو خړوبیږي.
د ایرنا په رپوټ کې د کمال خان بند په اړه ویل شوي چې د دغه بند کاسه کې له کجکې راغلې اوبه زیرمه شوي، او دا اوبه دومره دي چې د بند کاسه کې د زیرمه کېدو ترڅنګ د لارې اوږدو کې یې هم ځمکې خړوبه کړي دي.
د ایرنا رپوټ کې ادعا شوې چې خیام سپوږمکۍ پر مټ اخستل شوي دا انځورونه د کمال خان بند کاسه کې د اوبو د شته والي تر څنګه ښيي چې کله کله ناکله د دې بند دروزاې د ایران پر لور خلاصې شوي، خو څو کلیومتره وړاندې دوو کلونو کې اوبه بېرته ګرځول شوي او شاخوا ځمکې پرې خړوبه شوې او ایران ته هېڅ اوبه نه دي رسېدلي.
د ایرنا په رپوټ کې دغه راز ویل شوي چې د کمال خان بند اضافي اوبه د بند سویل لور ته ښوره ځمکې ته اړول شوي او ضایع شوي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای
ایرنا دا رپوټ یوه ورځ وروسته له هغه خپروي چې د طالبانو چارسمالي حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پر ایران غږ وکړ چې د اوبو مسله دې نه سیاسي کوي.
نوموړي زیاته کړه داسې مسایل باید د مطبوعاتي غوغا جوړلو پر ځای د مخامخ خبرو اترو او پوهاوي له لارې حل شي.
خو له پولو تېرېدونکو متخصص سید نظیم سمون وايي د ایران دا ادعا سمه نه ده.
څو ورځې وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي وو، ایراني کارپوهان دې پرېښودل شي چې ساحې ولاړ شي او ووینۍ چې په رښتیا هم اوبه کمې شوې او که نه.
د طالبانو حکومت کې د انرژۍ او اوبو وزیر بي بي سي ته ویلي چې دوی چمتو دي د ایران پلاوی ومني، خو ښاغلي سمون وايي دا غوښتنه هم عملي نه ده. ځکه د ده په وینا ایران د ۱۳۵۱ کال تړون له خپله لوري بشپړ نه دی عملي کړی.
په تېرو څو ورځو کې د افغانستان له سویلي سیمو د بي بي سي د خبرو او نظر خپرونې اورېدونکو هم دغو سیمو کې د اوبو د کموالي او نشتوالي شکایت کړی.
د هلمند اوبو پرسر د روانو ناندریو لړ کې د ایراني لوري لهجه تونده او له ګواښه ډکه ښکاري.
دې لړ کې کې تر ټولو ډېرې تندې څرګندونې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وې چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی وو چې د هلمند سیند اوبو کې دایران حق ورکړي، که نه بیا دې ګیله نه کوي.











