عبدالله ستانکزی
کابل

ښاغلي کرزي جوته کړه چې د حکومت ټول وسله وال مخالفين ترهګر نه دي، بلکې په کور دننه د بې عدالتۍ په ګډون يې د ځينو لاملونو له کبله وسله پورته کړې ده.
افغان ولسمشر حامد کرزي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د بهرنيانو دايمي حضور ته فرصت برابر نه کړي .
ولسمشر کرزي دغه څرګندونې په افغانستان کې سوله ييز ژوند ته د طالبانو د بېرته ورستنېدو د غوښتنې پر مهال وکړې.
افغان ولسمشر حامد کرزي پر داسې مهال پر وسله والو طالبانو له تاوتريخوالي د لاس اخيستو غږ کړی چې د افغانستان او لوېدیځ ترمنځ په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو پر سر خبرې روانې دي.
حامد کرزي وويل د وسله والو طالبانو په بريدونو ، ماينونو او ځانمرګو بريدونو کې د ملکي خلکو وژل بهرنيانو ته په افغانستان کې د اوږد مهال پاتې کېدو ته فرصت برابروي.
ولسمشر وويل پر ملکيانو د طالبانو بريدونه به په افغانستان کې جګړه او د اوسني کړکېچ لمن لا پسې پراخه کړي:
''دلته زه يو ځلې بيا له وسله والو مخالفينو غواړم چې د ولسي وګړو وژنو ، چاودنو او ځانمرګو بريدونو ته پای ورکړي ، پرته له دې، دا پخپله په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو د حضور او د جګړې او شخړو د دوام لامل ګرځي.''
ښاغلي کرزي زياته کړه بهرنيان ځکه افغانستان ته راغلل چې ، نورو بهرنيانو له افغانستان نه پر دوی بريد وکړ.
ښاغلي کرزي جوته کړه چې د حکومت ټول وسله وال مخالفين ترهګر نه دي ، بلکې په کور دننه د بې عدالتۍ په ګډون يې د ځينو لاملونو له کبله وسله پورته کړې ده.
ده له دا ډول کسانو يو ځلې بيا وغوښتل چې وسله پر ځمکه کيږي او د افغانستان د پرمختګ او هوساينې لپاره را مخکې شي.
دا څويم ځل دی چې افغان چارواکي په افغانستان کې د بهرنيو پوځي اډو په باب خبرې کوي ، او ولسمشر کرزي خو يو ځل وويل چې لويديځ ورسره په افغانستان کې د پوځي اډو په اړه خبرې هم کړي دي.
که څه هم پخپله امريکايي چارواکي په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو په اړه ظاهرآ دومره لېوالتيا نه ښيي ، خو دغې موضوع په سيمه ييزه کچه بېلا بېل غبرګونونه له ځانه سره لرل.
د افغان حکومت دننه او له حکومت نه بهر افغان سياستوال هم په دې برخه کې يوه خوله نه دي، ځينې په افغانستان کې د امريکا پوځي اډې د افغانستان په خېر بولي ، خو ځينې نور ورسره مخالف دي.
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .