دفاع وزارت:راتلونکی کال له طالبانو سره سختې نښتې کېدای شي

- Author, فريبا ظاهر
- دنده, له کابله
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ۱۳۹۰ کال د افغانستا ن لپاره ارزښتمن وباله او ويې ويل، په دغه کال کې به افغان ځواکونو ته د خپل هېواد د امنيتي چارو د مسوليت سپارلو تر څنګ له مخالفينو سره د حکومت د سولي د خبرو لړۍ هم پر مخ ولاړه شي .
ښاغلي عظيمي په راتلونکي پسرلي کې د ځينو جګړو خبرداری ورکړ چې ښايې افغان او بهرني ځواکونه يې له وسلوالو مخالفينو سره وکړي : ((د ژېړۍ ، پنجوايي ، ډنډ او ارغنداب ولسواليو د سوق او ادارې له اړخه د طالبانو لپاره ډېر ارزښت درلود.
کله چې دوی دا سيمې له لاسه ورکړې څرګنده ده چې په راتلونکي کال کې به دهغوی د بېرته نيولو هڅې وکړي.
له بلې خوا به په ځينو نورو برخو کې د ځان په ګټه بدلونونه راولي .
خو زه ډاډه يم، زموږ وړتيا دومره ده، چې د تېر کال په پرتله به خپل فعاليتونه ډېر کړو او په امنيتي وضعيت کې به د روان کال په پرتله مثبت بدلونونه راولو . له دې کبله دا تمه ده چې راتلونکی پسرلی ښايي نښتي ډېري او خونړۍ وي او ډېرې هڅې به د طالبانو له لوري وي . ))
جنرال عظيمي امريکا ته د افغانستان د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ د سفر خبره هم وکړه او زياته يې کړه چې ټاکل شوې ښاغلی وردک په دې سفر کې افغان ځواکونو ته د امنيت د سپارلو او د افغان ځواکونو د سمبالولو په اړه له امريکا يي چارواکو سره خبرې وکړي: ((د دفاع وزير هم د امريکا متحده ايالاتو ته سفر لري ، چې په ټوله کې د افغان ځواکونو په تېره بيا د پوځ پر پياوړتيا او افغان ځواکونو ته د واک د سپارلو د پيل او بشپړېدو پر څرنګوالي به خبري کوي . ))
ښاغلي عظيمي په افغانستان کې د امريکا د دايمي پوځي اډو د وړانديز په برخه کې وويل چې ددې وړانديز د منلو يا ردولو صلاحيت لويه جرګه او ولسي جرګه لري.
د دفاع وزارت وايې که چېري افغانان په دغه هېواد کې د امريکا د دايمي پوځي اډو د جوړولو وړانديز ومني نو ددوی په وينا دا به نه يوازي د افغانستان د امنيت، بلکې د سيمي په ګټه هم وي .








