اسلام اباد: وسله والو د لږکیو د چارو وزیر وواژۀ

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان د لږکیو چارو وزیر شهباز بهټي په پلازمېنه اسلام اباد کې د یوه برید په ترڅ کې وژل شوی دی .
پاکستاني پولیس وايي ښاغلی بهټي د اسلام اباد په I/8-3 سیمه کې خپل کار ته د تلو پرمهال ویشتل شوی او وژل شوی دی .
ښاغلی بهټي وړاندې هم له دې امله په مرګ ګواښل شوی و، چې ګني پیغمبر ته د سپکاوي په قانون کې یې د اصلاحاتو غوښتنه کړې وه .
په تېره جنورۍ کې د پنجاب والي سلمان تاثیر هم په یوه ورته برید کې د خپل ساتونکي په ډزو ووژل شو .
د پاکستان 'ناموس رسالت' د قانون له مخې هرڅوک چې پیغمبر ته سپکاوی وکړي، په مرګ محکومېږي .
۴۲ کلن بهټي د پاکستان د خلکو د ګوند PPP د یوې څانګې مشري هم درلوده .
د هغه چلوونکي ويلي چې درې – څلور کسان د هغه تر ګاډي راتاو شول او ډزې یې پرې وکړې .
يوه عيني شاهد غلام رحيم اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي دوو بریدګرو د ښاغلي بهټي د ګاډي ور پرانیست او هڅه یې کوله چې هغه بهرته راوباسي، یوه بل پرګاډي د کلاشینکوف ډزې وکړې .
د شفاء روغتون يوه ډاکټر عظمت الله قریشي ویلي ښاغلی بهټي د شفاء روغتون ته پر لاره مړ شو .
برید کوونکی چې خوله او پزه يې پټه کړې وه، په تېښته بریالی شوی دی .
د اسلام اباد د پولیسو یوه مشر واجد دراني ويلي وزیر له وزیر سره د هغه ساتونکي نه ول :
''یوه افسر راته وویل چې وزیر ته د هغه په دفتر کې په انتظار وم، موږ به دا پېښه له هر اړخه وڅېړو.''

د عکس سرچینه، BBC World Service
په تېره جنورۍ کې ښاغلي بهټي بي بي سي ته ویلي ول چې په اسلام اباد کې د ناموس رسالت په قانون کې د اصلاحاتو په تړاو د څرګندونو له کبله اورپکو د مرګ ګواښ ورته کړی دی :
''ما ته وویل شول چې د ناموس رسالت قانون پروړاندې له تبلیغاتو ډډه وکړم، که نه وبه وژل شم، وسله والو وګواښلم چې سر به رانه غوڅ کړي، خو زه د دې ګواښونو پروا نه لرم او نه ما وېرولی شي.''
یوه حکومتي ویاند د هغه وژنه غندلې ده .
د تېرې جنورۍ پر څلورمه د پنجاب والي سلمان تاثیر په اسلام اباد کې د خپل ساتونکي په ډزو وویشتل شو او ساتونکی یې ونیول شو .








