اردن ابو قتاده د ترهګرۍ له تورونو پاک اعلان کړ

د عکس سرچینه، EPA
یوې اردنۍ محکمې سخت دریځی مذهبي مشر ابو قتاده د ترهګریزو بریدونو په پلانولو کې له لاس لرلو سپین خېژولی دی.
اټکل دی، چې نوموړی به خوشی شي.
په عمان کې د دولت د امنیتي محکمې قاضيانو عمر محمد عثمان، چې په ابو قتاده مشهور دی، د ۲۰۰۰ کال د زریزې په پلمه جوړو شویو مراسمو کې د بریدونو په دسیسې جوړولو کې بې ګناه اعلان کړی.
دا پرېکړه وروسته تر هغه شوې، چې په تېر جون کې ابو قتاده د ۱۹۹۸ کال د اردن په یو لوړ بریدونو کې په دسیسې جوړولو کې سپین اعلان شوی و.
ابو قتاده د ۲۰۱۳ کال په جولای کې له بریتانیا وایستل شو.
له بریتانیا د هغه د ایستلو پر سر د قضايي ارګانونو ترمنځ اوږده لانجه هم وه، خو په پای کې پرېکړه دا وه، چې نوموړی باید پخپل هېواد (اردن) کې محاکمه شي.
اردني چارواکي وايي، ابو قتاده د پلازمېنې عمان په څنډو کې د مارکا سیمې د پوځي اډې په یوه محکمه کې محاکمه شو.
ابو قتاده پرې ټول لګول شوي تورونه رد کړي دي.
"راتلونکی خطر"

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، RAF
که چېرې ابو قتاده خوشی شي، بېرته بریتانیا ته نه شي ستنېدلی.
که څه هم ابو قتاده په ۱۹۹۴ کال په بریتانیا کې د سیاسي پناه اخیستو اجازه ترلاسه کړې وه، خو د بریتانیا امنیتي سازمان هغه د خپل هېواد امنیت ته یو خطر بولي.
دغه مذهبي مشر نژدې لس کاله مخکې، د ځانمرګو بریدونو د جواز فتوا ورکړې وه.
په بریتانیا کې ابو قتاده اړایستل شوی و، چې د زور له لارې د اردن په دوو بریدونو کې خپله ښکېلتیا ومني، خو بیا وروسته دغه تورونه ناسم وختل.








