ګروسمن: له پاکستان سره به د ترهګرو پر مرکزونو وغږېږم

د افغانستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړی استازی مارک ګروسمن وايي د افغانستان د لانجې د حل په تړاو به یې ډیر پام د سیاسي او ډيپلماتیکو هڅو پر پراختیا او له طالبانو سره د پخلاینې په اړه د افغان حکومت له لورې د مخې ته شوې تګلارې د بریالیتوب پر لارو چارو راټول وي.

ښاغلي ګروسمن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال دغه هدف ته د رسیدو لپاره د پوځی عملیاتو پراختیا هم یوه اړتیا وبلله.

د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړي په دې هم ټینګار وکړچې د پاکستان حکومت باید په خپله خاوره کې د ترهګرو د اډو په له منځه وړو کې لا ډېر پرکنده ګامونه واخلي:

د افغانستان لپاره د ولسمشر اوباما نوی ځانګړی استازی مارک ګروسمن پر دغه دنده له ګمارل کېدو وروسته افغانستان ته د خپل لومړني سفر پر مهال، خبریالانو ته په خپلوڅرګندونو کې تر ډېره په خپلو کاري لومړیتوبونوغږېده .

په همدې اړه یې د افغانستان د لانجې د سیاسي حل لپاره د دپلماتیکو هڅو پراختیا او ورسره جوخت د افغان حکومت پر وسله والو مخالفانود پوځي فشارونو زیاتول، د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او سمالونه کې د نوي خوځښت راوستل، د افغان حکومت د ادارو له غښتلتیا او د ملکي خدمتونو د کیفیت له لوړیدو سره مرسته او د بیا رغوونې بهیر ته د پام ډېرول خپل کاري لومړیتوبونه وبلل .

له طالبانو سره د پخلاینې په اړه یې د خپل حکومت د نظر یادونه وکړه چې وایي دا یو افغاني بهیر دی، افغانان به یې پخپله مشري کوي او امریکا به یې کلک ملاتړ کوي .

خو له دې سره جوخت یې له القاعده نه بېلېدل او د افغانستان د اساسي قانون منل د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو لپاره مهم شرطونه وبلل .

کله چې زه سبا او يا بل سبا پاکستان ته ولاړ شم، هغه څه چې ما ته د ارزښت وړ دي دا دي چې په پاکستان کې به د هغو پوځي اډو په اړه هم وغږېږم چې دا مهال په پاکستان کې دي، په هغه ځاى کې چې ترهگر ترېنه په افغانستان بريدونه کوي، ټولو سيمه ييزو هېوادونو ته په کار ده چې د ترهگرۍ په له منځه وړلو کې خپلې دندې او مسؤوليتونه وپېژني

ګروسمن

''موږ د افغانانو په مشرۍ د روغې جوړې او پخلاينې ملاتړ کوو، دا هغه خبرې دي چې د اسيايي ټولنې په ناسته کې هيلري کلنتن هم کړې دي . هغې د تاوتريخوالي د راکابو کولو لپاره سياسي لارې چارې غوره بللې وې، هغې دا هم ويلي وو چې د سيمې هيوادونه په تېره بيا پاکستان دې له دغو هڅو ملاتړ وکړي، هغې ټينگار لاره چې دا به پر ځاى وي چې وويل شي دا کار هومره اسانه هم نه دى، دا به نه د افغانانو لپاره اسانه وي نه زموږ او نه هم د سيمې هېوادونو لپاره ، تاسو په ياد ساتئ چې هغې په دې خبره هم ټينگار کړى و چې ټولو ته په کار ده په دې برخه کې ريښتينې پريکړه وکړي.''

ځانګړي استازي ګروسمن په همدې اړه د پنجشنبې په ورځ په جده کې د اسلامي کنفرانس په نوښت د افغانستان په اړه د تماس د نړیوالې ډلې جوړ شوی کنفرانس هم خورا مهم ګام وباله. باور یې دا و چې د سیمې ټول هېوادونه او نړیواله ټولنه باید په ګډه په افغانستان کې د سولې او ثبات په راتلو کې ونډه واخلي :

''هغه تگلاره چې له لاس لاندې ده ، ډېره ارزښتناکه ده، زموږ د بهرنيو چارو د وزيرې په وينا د يوځي خوځښت بهير دى چې بايد بريالى شي او روان پاتې شي، دا رنگه دا د يو نا پوځي تگلاره هغه غوښنه برخه ده چې په اړه به يې موږ به هم په پاکستان او هم په افغانستان کې خپلې هڅې جاري ساتو، درېيمه دا چې دا د يو ډيپلماتيک بهير پيل هم دى چې موږ بايد د افغانانو پر مټ د پخلاينې له تگلارو ننگه وکړو.''

ښاغلي ګروسمن د ترهګرۍ په قابوکولو او په افغانستان کې د سولې د بهیر په پرمختګ کې د پاکستان رول هم مهم وباله او زیاته یې کړه په دې اړه به له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره له کابل نه مخامخ اسلام اباد ته ورشي .

له لویه سره یې د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پاکستان د ونډې د څرنګوالي په اړه نظر دا وو چې لا هم په دغه هېواد کې د ترهګرو مرکزونه فعال دي او پاکستان ته پکار ده چې د ترهګرۍ په قابو کولو کې لا زیاته او فعاله ونډه واخلي .

''کله چې زه سبا او يا بل سبا پاکستان ته ولاړ شم، هغه څه چې ما ته د ارزښت وړ دي دا دي چې په پاکستان کې به د هغو پوځي اډو په اړه هم وغږېږم چې دا مهال په پاکستان کې دي، په هغه ځاى کې چې ترهگر ترېنه په افغانستان بريدونه کوي، ټولو سيمه ييزو هېوادونو ته په کار ده چې د ترهگرۍ په له منځه وړلو کې خپلې دندې او مسؤوليتونه وپېژني .''

ګروسمن

ښاغلي ګروسمن تر دې وړاندې د اروپا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال او په ترکیه کې د دغه هېواد د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي، ده ته د یوه پیاوړي دپلمات په سترګه کتل کېږي .

ښاغلی ګروسمن له افغانستان سره د امریکا د اوږدې مودې ستراتیژیکو اړیکو پر څرنګوالي هم وغږېد .

په دې اړه یې په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو د جوړولو د نظریي پر ځای څرګندونې د داسې دوه اړخیزه اړیکو پر

جوړولو راټولې وې چې له مخې به یې د هغه په وینا امریکا د بل ځل لپاره افغانستان ته شا نه اړوي او له دغه هېواد سره به په بېلابېلو ډګرونو کې د اوږدې مودې مرستې کوي .

نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه به راروانه اونۍ د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځه خبرې پیل شي او هڅه به دا وي چې په دې برخه کې ژر تر ژره د داوړو هیوادونو تر مینځه یو رسمي تړون لاسلیک شي .

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي ریچرډ هولبروک دغه ځای ناستي دا هم وویل چې د افغانستان د روانې لانجې د حل لارو په تړاو به له ولسمشر کرزي سره نژدې اړیکي پالي او د افغان حکومت په نظرونو به ځان خبروي .

ښاغلی ګروسمن په سیمه کې داسې مهال خپل ماموریت پیلوي چې له نړیوالو ځواکونو افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو د لېږد د بهیر رسمي پیل ته ایله دوه اونۍ پاتې دي او کېدی شي همدا د هغه د ماموریت په وړاندې یو حساس او له ننګونو سره مخامخ ازمېښت وي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .