هولبروک د ژوند په وروستیو کې ویلي وو 'د افغانستان جنګ بايد ودرول شي'

ښاغلی هولبروک
د عکس تشریح، هولبروک د امريکايي سرکار د لوړپوړي استازي په توګه په اسيا، اروپا او ملګروملتونو کې کارونه کړي ول.
    • Author, سيد عبدالرحيم
    • دنده, له نيويارکه

وايي کله چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هولبروک دا وروستۍ خبره د هغه د ډاکتر له خولې خپره کړه چې ويلي يې وو د افغانستان جنګ بايد ودرول شي، نو د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د ريچرډ هولبروک تر مرګ وروسته دده هغه خبرې په ډاګه کړې چې د امريکايي سرکار په قول يې د روغتون له‎ ډاکترانو سره ترعملياتو د مخه کړې وې.

ددغه وزارت يوه وياند پي. جي کراولي د سه شنبې پر ورځ ويلي وو چې هولبروک تر عملياتو د مخه له خپلو ډاکترانو سره اوږدې خبرې کړې دي.

دده په وینا، دغه خبرې شايد د هغه د ټينګ هوډ نښه وي چې د امريکا د بهرنيو چارو د تګلارې په جوړولو کې يې درلوده او دی وايي همدا لامل و چې بارک اوباما او هيلري کلنټن دغه دنده ور د غاړې کړې وه.

پي جي کراولي له يوې خوا ويل چې ډاکترانو هولبروک ته د ارام کولو ويل، خو هغه به ويل چې ''زه ارام نه شم کولای او د افغانستان او پاکستان په باره کې پرېشانه يم.'' خو له بلې خوا بيا پي جي کراولي بېرته دا خبره ښه په ټینګه کوله چې زما کړې خبرې د هولبروک د خولې ټکي په ټکي راوتلې خبرې نه دي.

د کراولي تر دغه ډول خبرو وروسته هغه وويل چې د طبي ډلې يوه غړي ورته ويلي وه ''په داسې حال کې چې ستا عمليات روان وي موږ به ددغه ستونزې په خلاصون کې خپل زور ووهو.''

ريچرډ هولبروک په خپلو پخوانيو دندو کې ستايل شوی سياستوال بلل کېده. نو ايا د افغانستان او پاکستان په ځانګړي استازيتوب کې يې هم ځانګړتيا درلوده؟

په واشنګټن کې دکابل پوهنتون پخوانی استا‌ذ پوهنمل سيد امير ځدراڼ دا نه مني. دی وايي چې د هولبروک تګلاره د بالکان په هېوادونو کې ځکه بريمنه وه چې هغه تر يوه ځايه پرمختللي هېوادونه ول.

دا چې د امريکا په رسنيو کې هولبروک ته ډېر زيات انعکاس ورکول کيږي، نو ايا امريکا د ډپلوماټانو په نېستۍ اخته ده؟

ښاغلی ځدراڼ وايي چې بېله شکه هر ملت له خپله وسه سره سم د خپلو ملي ګټو دفاع کوي خو دی وايي چې د افغانستان په جګړه کې يې د ځانګړي استازيتوب چندانې خوند نه و.

نژدې ۷۰ کلن ريچرډ هولبروک د جمعې په ورځ ناجوړي او بيا تر دوو عملياتو وروسته مړ شو. دی په خټه يهودی او په نيويارک کې زوکړی و.

بیلډوزر

هولبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکايي واکمنو ځانګړی استازی و او د ځينو غربيانو په نظر د بیلډوزر په نامه هم ځکه ياد شوی و چې د جنګي مشرانو پر خبرو راوستنګ کې يې ونډه درلوده.

همدارنګه د ۲۰۰۹ کال د افغانستان په جنجالي ټاکنو کې يې پر حامد کرزي د غوسې خبر هم رسنيو ته راغلی و چې وروسته په کابل کې د امريکا سفارت وياندې دا خبره رد کړه، خو تايید شوي راپورونه وايي چې له کرزي سره يې څو څو واره ټکر راغلی و.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سوېلي اسيا د څانګې يوې چارواکې چې نوم نه ښيي، د يکشنبې په ورځ وویل چې د دوی په دفتر کې ټول مامورين د هيلري کلنټن تر اغېزې دومره نه وه لاندې لکه د ريچرډ هولبروک. د دې په وینا ټول ترې وېرېدل.

هولبروک د امريکايي سرکار د لوړپوړي استازي په توګه په اسيا، اروپا او ملګروملتونو کې کارونه کړي ول.

د غربي څېړونکو په ګومان دده لويه توره د بوسنيا په جنګ کې د مخالفينو پر خبرو راوستنګ او يوځای کښېنول و چې په قول يې د هغه تړون له مخې د بوسنيا جنجال حل شو.

همدارنګه وايي چې کله ډموکراتانو د سپينې ماڼۍ تخت او تاج وګټل نو تر هيلري کلنټن د مخه دی د بهرنيو چارو د وزارت مقام ته کانديد و چې وروسته دا څوکۍ دده په برخه نه شوه.

ده کانګرېس ته په خبرو کې دا هم منلې وه چې د طالبانو ماتول او د بيارغوني کارونه اسانه نه دي.

ښاغلی بایډن
د عکس تشریح، د امریکايي خبریال باب وډورډ په خپاره شوي کتاب کې د ريچرډ هولبروک په باره کې د مرستيال ولسمشر جو بايډن له خولې دا قول هم راغلی دی چې وايي ما په ټول ژوند ريچرډ هولبروک غوندې پر خپله خبره مين او باټک سړی نه دی لیدلی.

ده په خپله خوله منله چې په ژوند کې يې يو ماموريت هم دومره سخت نه و لکه د افغانستان.

په دغه خبرو کې ده خپله شخصي رايه هم څرګنده کړې وه چې زما په اند د افغانستان جګړه ګټل شونی کار دی ځکه مې دا ماموريت منلی هم دی.

په دغه وينا کې ده ويلي چې موږ د افغانستان په ستونزه - ستونزه خبر يو او موږ د ړندو چرګانو په ډول دې بار ته اوږه نه ده ورکړې. په تکرار يې په افغانستان کې د اوباما د جګړه ییزې تګلارې دفاع کوله.

خو د امريکايي ژورنالېست باب وډورډ سږنی خپورشوی کتاب چې د افغانستان د جګړې په باب د ولسمشر اوباما د جنګي سلاکارانو خپلمنځي اختلافات پکي راغلي دي، د ريچرډ هولبروک له خولې راوړي دي چې وايي د اوباما لار د بري پر لور نه ځي.

په دغه کتاب کې د ريچرډ هولبروک په باره کې د مرستيال ولسمشر جو بايډن له خولې دا قول هم راغلی دی چې وايي ما په ټول ژوند ريچرډ هولبروک غوندې پر خپله خبره مين او باټک سړی نه دی لیدلی.