فرانسه کې د يهودو پر ښوونځي بريد وشو
د فرانسې د يهودانو د يوۀ ښوونځي پر زده کوونکو د يوۀ نامعلوم کس د ډزو له امله څلور کسه وژل شوي دي.
دا پېښه د تولوسي په ښار کې شوې ده. په وژل شويو کې يو ښونکى، د هغه دوه زامن او د ښوونځي د مدير لور شامله ده .
په دغه بريد کې يو تنکى ځوان ټپي شوى دى.وسله وال چې پر موټر سايکل سپور وو د پيښې له ځايه تښتيدلى دى. له تيري اونۍ راهيسې دا په فرانسه کې د خپل ډول دريمه پيښه ده. په تيرو پيښو کې درې سر تيري په وژل شوي وه او ٤ سرتيري سخت تپي شوى وو.
په فرانسې کې مې د سياسي چارو له شننونکي ډاکتر اکبر وردګ نه د لنډي مرکې په ترڅ کې پوښتنه وکړه چې د شک ګوته چاته نيول کيږي