امریکا: 'افغان جګړه د پاکستان له همکارۍ پرته کامیابېدای شي'

جنرال ډېوېډ رودریګیوز
د عکس تشریح، جنرال ډېوېډ رودریګیوز دا هم ویلي پاکستان پخپله خاوره کې افغان پولې ته څېرمه عملیات پیل کړي، خو په وینا یې اسلام اباد په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو لا پراختیا ته اړتیا لري .

په افغانستان کې یوه جګپوړي امریکايي قومندان ویلي په دغه هېواد کې د پاکستان له همکارۍ پرته روانه جګړه کامیابېدای شي .

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مرستیال قومندان جنرال ډېوېډ رودریګیوز ویلي، که چېرې پاکستان پخپله خاوره کې د اورپکو پټنځایونه له منځه یوهم نه سي، په افغانستان کې روانه جګړه کامیبابېدای شي .

جنرال ډېوېډ رودریګیوز دا هم ویلي پاکستان پخپله خاوره کې افغان پولې ته څېرمه عملیات پیل کړي، خو په وینا یې اسلام اباد په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو لا پراختیا ته اړتیا لري .

نوموړي دا خبرې په پنتاګان کې یوې خبري ناستې ته کړې دي .

پر پاکستان د لوېديځ له خوا فشار دی چې پر القاعدې او اورپکو فشار زیات کړي.

تېره میاشت د جګړې په تړاو د امریکا د ستراتيژيکو ارزونو په یوه سروې ویلي ول، پاکستان باید د اورپکو د ځپلو لپاره خپلې هڅې لاګړندۍ کړي .

جنرال رودریګیوز ویلي: "زما په ګمان د ترهګرو پرضد جګړه پای ته لانه ده رسېدلې. پر اورپکو روان فشار ته په کتو سره، اورپکو اوس شمالي وزیرستان ته مخه کړې ده ."

نوموړی زیاتوي: "موږ له پاکستانه غواړو چې خپلې هڅې دوه برابره کړي. موږ دوی د اورپکو د ځپلو لپاره لا نورو کړنو ته هڅوو، چې دا کار د اورپکو په ځپلو کې له موږ سره لا ډېره مرسته کولی شي. "

دغه امریکايي جنرال همدا راز ویلي: "زما په اند د اورپکۍ پرضد جګړه کامیبابېدای شي. "

د امریکا متحده ایالتونو له ډېر وخت راهیسې پر پاکستان فشار راوړی چې په قبایلي سیمو کې افغان پولې ته څېرمه د اورپکو پټنځايونه له منځه یوسي .

د تېر ۲۰۱۰ کال د اکتوبر میاشتې په یوه رپوټ کې راغلي ول چې سپینې ماڼۍ د پاکستان پوځ تورن کړی و چې ګني د اورپکو پرضد جګړه له زړه کار نه کوي ، چې له دې سره د رپوټ په حواله په شمالي وزیرستان کې او القاعدې بریدونه ډېر شوي دي .

خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او وايي چې له امریکا سره په ګډه د "ترهګرۍ پرضد جګړه کې" د زړه له کومي هلې ځلې کوي .