په هرات کې اف ام رادیوګانو تود بازار

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, هرات
په لویدیځ ولایت هرات کې په دې وروستیو څو کلونو کې ګڼې سیمه يیزې رسنۍ فعالې شوې دي.
په دې ډګر کې د اف ام رادیوګانو بازار هم ډیر تود دی.
د اف ام رادیوګانې خبرونه، بحثونه، موسیقي او بوختوونکې خپرونې لري، خو په دې ټولو کې سوداګریز اعلانونه هم په یو ډول رانغښتل کېږي.
د شمېرو له مخې، د رسنیو زیاتوالی یو پرمختګ ګڼل کېږي خو د دوی د فعالیت د پایلو په هکله هم نظرونه سره وېشلي دي.
د هرات ښار د ګڼې ګوڼې په ډکو بازارونو کې هرې خوا ته د اف ام رادیوګانو غږ هم اورېدل کېږي.
په لویو پلورنځیو کې ټلویزیونونه اېښودل شوي، خو په ډېری دوکانونو او په ځانګړې توګه په ګاډو کې دا د اف ام رادیوګانې دي چې ډېر اورېدونکي لري.

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
محمد رفیع د هرات په ښار کی د یوه ټکسي چلوونکی وایي: ''دا د اف ام رادیوګانې ډېرې ښې رادیوګانې دي. دا ډېرې مشهورې دي.
په ټول ښار کې د ټکسي موټرونو چلوونکي دا رادیوګانې اوري. زما هم ډېرې خوښېږي. موږ ته موسیقۍ خپروي او بل دا چې د ښاري ستونزو په اړه هم په دې رادیوګانو کې بحثونه کېږي. موږ په دې چې دا رادیوګانې کار کوي، ډېر خوشحاله یو.''
د اف ام سیمه يیزې رادیوگانې ښوونیز پروګرامونه هم لري او معمولاْ ځوانان د ټیلې فون له لارې د خپلو پوښتنو ځوابونه ترلاسه کوي.
د هرات د سیمه يیزو رادیوګانو خبرونه، سیاسي بحثونه او تبصرې هم خپل اورېدونکي لري.
فریدون آژند د هرات یو اوسېدونکی دی. نوموړی په دې باور دی چې د اف ام رادیوګانې د ټولو اورېدونکو د خوښې سم په زړه پورې مطالب خپروي.
ښاغلی آژند وایي:''زما په فکر دا ډېر مثبت اړخونه درلودلای شي. تاسو کولای شئ د خپلې خوښې مطالب واورﺉ. که خبرونه غواړﺉ، که موسیقي مو خوښېږي او که نور مطالب. خپله رسنۍ هم په دې ټکي پوه دي او په یو ډول د خلکو غوښتنې په دې رسنیو کې په پام کې نیول کېږي.''
انتقادي نظر

په هرات کې سره له دې چې د اف ام رادیوګانې په هره برخه کې خپل مینه وال لري، خو یوشمېر ځوانان هم شته چې د دې رسنیو د خپرونو په اړه انتقادي نظرونه لري.
شرف الدین ستانکزی د هرات ښار یو بل اوسېدونکی دی. نوموړی وایي:''د اف ام د څپو دغه ګڼه ګوڼه که څه هم له یوې خوا موږ ته معلومات ډېر راکوي، خو اورېدونکي پکې ورکېږي چې له کومې رادیو څخه استفاده وکړي.
زه کله چې وغواړم زما د خوښې رادیو پیدا کړم، هغه زه نشم پیدا کولای. یوه رادیو مو دې لرلی، دوې مو دې درلودلای نه دا شل رادیوګانې چې له یوې څخه هم استفاده نشم کولای.''
خو له دې ټولو سره سره، داسې فکر کېږي چې د سیمه يیزو رسنیو د فعالیت څرنګوالی یا کیفیت د هر کال په تېرېدو سره بدلون مومي او تجربې یې لا پخېږي.








