اوباما: افغانستان کې د لوېديځ په څېر دموکراسي نشي راتلای

اوباما
د عکس تشریح، اوباما وويل چې موږ په افغانستان کې ټېکاو راوستلای سو او پاکستان د ده په قول زموږ سره پر امريکا دبريد دخطر په کمولو کې ډېره مرسته کوي.
    • Author, سيد عبدالرحیم
    • دنده, له نيويارک څخه

ولسمشر بارک اوباما چې د جورجيا ايالت په يوه کلنۍ پوځي غونډه کې خبرې کولې، د افغانستان د جګړې په اړه د يکشنبې کړې خبرې ښې سمې په ډاګه کړې.

نوموړي وويل چې موږ د افغانستان په جګړې کې له ډېرو سختو ننګونو سره لاس او ګرېوان يو.

خو امريکايانو ته دا خبره په ښکاره کوو چې موږ په دې جګړه کې پرمختګ کړی د جګړې مقصد مو په ياد او لاس ته راوړل يې دده په وینا امکان لري.

پردې سربېره چې اوباما په خپل هېواد کې د افغانستان د جګړې له سخت فشار سره لاس او ګرېوان دی، په يکشنبې د سي. بي .ايس ټلوېزن په مرکه کې د افغانستان د جګړې موخي محدودې وبللې او ګټل يې د ده په وینا ستونزمن کار نه دی.

ده وويل چې د افغانستان د جګړې په باب دا هيله هېچا نه وه کړې چې په دغه هېواد کې دي د غرب په ډول بشپړه ډموکراسي پلې شي.

دا کار د اوباما په اند ډېر ستونزمن کار دی، خو د ده په خبره ترهګر په دغه سيمه کې د روزني ځايونو او ازاد فعاليت ته نه پرېښودل چې پر امريکا د بريد نيت ولري مخنيوي يې اسانه کار دی.

اوباما وويل چې موږ په افغانستان کې ټېکاو راوستلای سو او پاکستان د ده په قول زموږ سره پر امريکا دبريد دخطر په کمولو کې ډېره مرسته کوي.

ده وويل چې که زه په دې پوه سم چې د امريکا د امنيت ساتني ښه لار دا ده چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوو نو دپوځونو را ايستلو اعلان به زه دا نن په نن وکړم.

د ده په قول چې دهر وژل سوي امريکايي عسکر کورنۍ ته دی په خپل لاس ځواب ليکي.

امریکايي پوځيان په افغانستان کې
د عکس تشریح، وړاندې بارک اوباما ويلي وو چې د افغانستان جګړه ګټل کېدای شي.

پر دې سربېره چې د افغانستان جګړه په امريکايانو کې ورځ په ورځ زړه ټکوي، د دغه هېواد دفاع وزير رابرټ ګېټس پر دې خبره ټينګ دی چې د ولسمشر بارک اوباما پر اعلان سربېره چې د راتلونکي ميلادي کال د جولای پوري يوڅه لښکر له افغانستان څخه راباسي ډېر شمېر پوځونه به بيا هم د ده په خبره په افغانستان کې پاتې شي.

د امريکا د دفاع وزير همدارنګه د يکشنبې پر ورځ د پاکستان دفاع وکړه، هغه وويل چې د اسنادو تر افشاګرۍ وروسته چې ويل يې د اسلام اباد څارګره اداره د افغان طالبانو لارښوونه کوي، د پاکستان حکومت اوس پر جنګاليو سمدلاسه بريدونو ته لاس ور اچولی دی.

رابرټ ګېټس هم دغه خبري د يکشنبې په يوه مرکه کې کولې چې پاکستان په خپله تګلار کې ډېر بدلون راوستي او دده په قول چې په مرسته او ملګرتيا کې يې ډېر زياتوالی ښکاره کړی دی.

د ويلو وړده چې د جورجيا ايالت په دغه غونډه کې اوباما له عراقه د امريکايي لښکرو د ايستلو کړنلار هم تاييد کړه.

د امريکا سرکار وايي له عراق څخه له ډېرو لښکرو را ايستلو سره به بيا هم په عراق او افغانستان کې

برابر يو نيم لک پوځونه د خپلو ګټو د ساتلو او امنيتي ځواکونو د روزلو لپاره پرېږدي.