امریکا د اسامه زوم په عمري بند محکوم کړ

د عکس سرچینه، AlJazeera
د امریکا متحدو ایالتونو نیویارک ښار کې یوې محکمې د القاعدې شبکې د بنسټګر او مخکني وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوم سلیمان ابو غیث د "ترهګریزو کړنو" په تور په عمري بند محکوم کړی دی.
۴۸ کلن سلیمان ابو غیث د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې له پېښو وروسته د القاعدې شبکې ویاند و.
نوموړی د القاعدې شبکې یو جګپوړی غړی معرفي شوی، چې د امریکا د ننه محاکمه کېږي.
ابو غیث د کویت دی، چې تېر کال په اردن کې تر <link type="page"><caption> نیول کېدا</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2013/03/130308_hh-bin_laden_spokesman.shtml" platform="highweb"/></link> وروسته امریکا ته یووړل شو.
په تېر مارچ کې، د سلیمان ابو غیث محکمې د امریکايي وګړو د وژنې او له القاعدې شبکې سره د همکارۍ په تور "مجرم" وپېژانده.

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د ایالتي محکمې قاضي لویس کپلان د پرېکړې پرمهال سلیمان ابو غیث ته په وینا کې وویل، د اسامه بن لادن دغه زوم د القاعدې شبکې په عملي کولو کې د امریکايي وګړو په وژنه کې "پر هېڅ کار سرپه نه کوي".
په دې محکمه کې یو فلم هم وښودل شو، چې سلیمان ابو غیث پکې امریکا ته ګواښ کوي.
د محاکمې پرمهال، د سلیمان ابو غیث وکیل سټینلي کوهن د هغه ځینې خبرې "احمقانه او بابیزه" وبللې، خو د محکمې له پرېکړه کوونکي پلاوي یې وغوښتل، چې موکل یې پخپله اسامه بن لادن نه دی، او دغه محکمه هم د سپتمبر د یوولسمې په پېښو پورې اړه نه لري.
خو تورن په محکمه کې وویل، یوازې خپله دیني دنده یې ترسره کړې، او هغه دا چې ټول مسلمانان د "ظالمانو او غاصبینو پر وړاندې پاڅون" ته راوبولي.
هغه وویل، بن لادن د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو په شپه له ده وغوښتل، چې د القاعدې ویاند شي.
ابو غیث دا هم ویلي، چې دی د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو په اړه له رسنیو خبر شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
سلیمان ابو غیث د اسامه بن لادن د مشرې لور مېړه دی.
امریکایانو د القاعدې شبکې بنسټګر او مخکنی مشر اسامه بن لادن درې کاله وړاندې، د ۲۰۱۱ په مې کې د پاکستان ایبټ اباد په یوه پټنځي کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په لړ کې وواژه.








