د بن لادن زوم: اسامه نړۍ ته پیغام راته ویلی و

د عکس سرچینه، Reuters
د "القاعدې" شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن زوم سلیمان ابو غیث منلې ده، چې زوم یې ده ته د "نړۍ لپاره یو پیغام ویلی وو".
ابو غیث چې د امریکايي وکیلانو په وینا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسې تر بریدونو وروسته، د القاعدې شبکې ویاند هم پاتې شوی، د امریکایانو په وژنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
خو د هغه وکیلانو دا رد کړې ده، چې ګني موکل یې دې بریدونو کې ښکېل وي.
ویل کېږي، چې ابو غیث د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسې د بریدونو پر بیګاه اسامه بن لادن ته ویلي وو چې یوڅوک یې د افغانستان یوه غرنۍ سیمه کې د هغه کتلو ورځي.
ده ویلي چې بن لادن وپوښتل چې: "ایا پوهېږې چې څه شوي؟ دا کار موږ کړی دی".
ابو غیث په ټینګار سره دا رد کړه چې ګني د امریکا متحده ایالتونه "تر هغو تاسو ارام نه پرېږدي چې ومو نه وژني او یا د طالبانو واکمني ړنګه نه کړي".
بیا وروسته بن لادن ویلي، چې: "غواړم نړۍ ته زما پیغام ورسوې".
امریکايي وکیلانو ویلي، چې د سپتمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته، ابو غیث د القاعدې شبکې ویاند شو.
نوموړی تر دغو بریدونو وروسته پر امریکا د وسله والو بریدونو د پلانونو پر جوړولو هم تورن شوی.
که چېرې پر ۴۸ کلن ابو غیث لګول شوي تورونه ثابت شي، شاید د ټول عمر لپاره د زندان تیارو ته واچول شي.
"له ظلم سره مبارزه"
د تېرې چارشنبې په ورځ د نیویارک ښار یوې محکمې کې د محاکمې پرمهال ابو غیث وویل، چې د ۲۰۰۱ جولای کې افغانستان ته تللی و؛ ځکه چې په وینا یې هلته د "نوي اسلامي حکومت د پېژندنې" لپاره یې ډېره لېوالتیا لرله.
وکیلان وايي، چې ابو غیث منلې ده چې د ۲۰۰۱ د سپتبمر ۱۱ تر پېښو وروسته د القاعدې شبکې په یوه خپره شوې وېډیو کې راڅرګند شوی دی، چې د لا ډېر تاوتریخوالي کولو غوښتنه یې کړې ده.
خو ابو غیث وايي، چې دغه وېډیو د "اسامه د ځینو ویناوو پربنسټ" چمتو شوې وه، چې هدف د ظلم پر وړاندې د مسلمانانو هڅول وو.

د عکس سرچینه، Reuters
ابو غیث دا نه مني چې ګني د هغه انګریز ریچرډ ریډ د وژلو هڅه یې کړې ده، چې بیا وروسته مسلمان شو.
پر دغه انګریز تور و، چې ګني د ۲۰۰۱ دسمبر کې له فرانسې د امریکا متحدو ایالتونو ته د تلونکې الوتکې د الوځولو هڅه یې کړې وه.
ابو غیث د القاعدې شبکې یو جګپوړی مشر دی، چې د امریکا محاکمه کې محاکمه کېږي.
نوموړی تېر کال د ترکیې له خوا واشنګټن ته وسپارل شو.
تر دې وړاندې، خالد شیخ محمد، چې د سپتمبر د بریدونو اصلي طراح ګنل کېده، ویلي وو چې ابو غیث د القاعدې په هېڅ کومه پوځي کړنه کې فعالیت نه درلود.








