ځانګړې مرکه: د اروزګان امنیتي حالت او د ښوونې په چارو کې ستونزې

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
د افغانستان د سویل لویدیځ ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د تیر کال په پرتله امنیتي حالت ښه شوی خو وايي لا هم د ښوونې په چارو کې پراخې ستونزې او ننګونې شته دي.
ارزګان د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې په تیرو څوکلونوکې د ناامنۍ پيښې پکې د نورو سیمو په پر تله ډیرې وې.
خو والي محمد عمر شیرزاد وايي، په دغه ولایت کې د بیارغونې او پراختیایې چارې لا هم ټکنۍ دي.
ښاغلي شیزاد پر نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو او د مرکزي ادارې په چارواکو تور پورې کړ چې په تېرو څو کلونو کې یې د دغه ولایت د بیارغونې او ښوونې چارو ته ډیر پام نه دی کړی.
په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د ا رزګان له والي محمد عمر شیرزاد سره په ارزګان کې د حالاتو او ستونزو په اړه ځانګړې مرکه کړې چې په پیل کې نوموړی د امنیتي حالت په اړه غږیږي.