پيټریاس: د افغانستان جګړه به لاپسې سخته شي

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو نوی قوماندان وايي جګړه ښايي نوره هم سخته شي او له جګپوړو طالب مشرانو سره سوله اوس يوه پوښتنه ده.
د افغانستان لپاره د امریکا نوي ټاکل شوي قوماندان جنرال <link type="page"><caption> ډېوېډ پيټرياس</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/06/100624_who_is_petraeus.shtml" platform="highweb"/></link> تر راتلونکو څو مياشتو پورې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د زياتېدو خبر ورکړی.
ښاغلي <link type="page"><caption> پيټرياس</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/06/100624_who_is_petraeus.shtml" platform="highweb"/></link> د امریکا مشرانو جرګې ته وویل چې دی به د امریکا اوسنيو قوانینو ته ډېره پاملرنه وکړي.
نوموړي زياته کړه چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په برخه کې به ډېرې هڅې وکړي او زیاته يې کړه چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره به د جنرال مکرېسټل کړنلاره تعقیب کړي.
جنرال <link type="page"><caption> ډېوېډ پيټرياس</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/06/100624_who_is_petraeus.shtml" platform="highweb"/></link> کانګرس ته وویل پوهېږي واشنګټن په افغانستان کې چټک پرمختګ ته لېوال دی، خو په راتلونکو څو میاشتو کې به جګړه لاپسې سخته شي.
کله چې له نوموړي نه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې او خبرو پوښتنه وشوه، هغه په احتیاط سره خوشبيني وښوده او وويل :
''که دغسې يوه موافقه ممکنه وي، زه فکر کوم چې دا موافقه څو فکتورونو ته اړتیا لري، هغه به د اوړي په اوږدو کې وکتل شي. د بېلګې په توګه طالبانو ته دا احساس پیدا کېدل چې د جګړې په ډګر کې به دوی ماتې خوري او له امله به يې دوی د نورې لارې چارې لټوي، خو موږ وار د مخه لیدلي چې د ټيټې او منځنيو کچو طالب مشرانو د سولې غږ پورته کړی او په دې وروستیو کې نورو هم لېوالتیا ښودلې ده.
روښانه شرطونه
خو دا چې جګپوړي طالبان به هغو روښانه شرطونو ته، چې افغان حکومت ورته اېښي دي، غاړه کېږدي او که نه، زه فکر کوم چې دا اوس هم يوه پوښتنه ده.'
جنرال <link type="page"><caption> پيټرياس</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/06/100624_who_is_petraeus.shtml" platform="highweb"/></link> په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د لاسته راوړنو په اړه وویل، سربېره پر دې چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی، خو د نړيوالو ځواکونو تر عملیاتو وروسته ځينې سيمې خوندي شوې دي.
ده په هلمند کې د مارجې عملیاتو ته په اشارې زیاته کړه:
'' په دې کې هېڅ پوښتنه نشته، چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی د پام وړ کچې ته لوړی شوی دی. سربېره پر دې طالبانو او د هغوی ملاتړو تر خپلې ولکې لاندې سیمې پراخه کړې، خو ایساف ځواکونو په ځينو برخو کې لاسته راوړنې درلودې.
مهم عملیات د هلمند د مارجې عملیات وو، په دغو عملیاتو کې هېڅ کار اسانه نه و، شپږ مياشتې مخکې موږ نشوای کولی، چې د مارجې له یوه مارکېټه تېر شو، خو دوه میاشتې مخکې زه او د مارجې ولسوال د همدې مارکېټ له لارې تېر شوو. ''

دغه امريکايي قوماندان وویل چې له اپرېل مياشتې راپدېخوا د منځني او لوړې کچې ۱۳۰ طالبان نیول شوي او وژل شوي او په زرګونو نورو يې له جګړې لاس اخیستی.
جنرال<link type="page"><caption> پيټرياس</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/06/100624_who_is_petraeus.shtml" platform="highweb"/></link>، چې د ډېرو په ګمان د نړيوالو ځوکونو ته وړ کس دی، په افغانستان کې به د ملکي وګړو ساتنه د دوی د چارو په سر کې وي.
خو د دغه امریکايي قوماندان له څرګندونو سره سم، تېره ورځ د نړيوالو- افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې <link type="page"><caption> درې ولسي وګړي ووژل شول</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2010/06/100629_hh-kunar-clash.shtml" platform="highweb"/></link>.
او تر دې مخکې وړمه ورځ بیا په کندهار کې د عملیاتو پرمهال<link type="page"><caption> نړيوالو ځواکونو اته ولسي وګړي ووژل</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2010/06/100628_hh-kandahar-stricke-nato.shtml" platform="highweb"/></link>، چې ښځې او ماشومان هم پکې ول.








