د ډيرو وسلو پېرودونکو په کتار کې پاکستان دريم نمبر دى
- Author, طاهر خان
- دنده, اسلام اباد
په سويډن کې يوه څيړنيزه اداره وايي هغو عربو هيوادونو ته لا هم د تير کال په اوږدو کې وسلې ور روانې وې چې بې ثباته وو.
په سټاکهولم کې د سولې د نړيوالې تحقيقاتې ادارې له خوا په خپارۀ شوي کالني رپوټ کې ويل شوي چې روسيې د جنگي الوتکو په گډون سوريې ډيرې وسلې ورکړې دي.
دغه راز متحدو ايالاتو مصر ته ٤٥ ټانکونه ورکړي او د څه باندې سلو نورو ژمنه يې ورسره کړې ده. په دغه رپوټ کې د پاکستان يادونه هم شوې چې له چينه يې ډيرې وسلې اخيستي دي.
پاکستان په نړۍ کې په دريم نمبر تر ټولو ډيرې وسلې پېرودلې وې، طاهر خان پرې رپوټ راکوي.