بلوچستان د ګوزڼ د يوې بلې پېښې شاهد

بلوچستان کې د ګوزڼ د یوې بلې پېښې پخلی شوی دی چې دې سره په دې ایالت کې د ګوزڼ پر ویروس د اخته ماشومانو شمېر درې شو.
کوټه کې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د بلوچستان د قلعه عبدالله سیمې په یوه اته میاشتني ماشوم کې دغه ویروس تاید کړی دی.
تر دې وړاندې تېره مایشت د پاکستان په څلورو ایالتونو او قبایلي سیمو کې یوازې په یوه ورځ کې د ګوزڼ د ۱۳ پېښو له تایدېدو وروسته په دې هېواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵۸ رسېدلی و.
ډبلیو ایچ او ویلي چې په اته میاشتني ماشوم محمد مزمل کې د ګوزڼ ویروس د شتون د شک پر اساس یې د دغه ماشوم د وینې معاینه کولو پرېکړه وکړه.
د اسلام اباد د روغتیا په ملي اداره کې له ازموینو وروسته څرګنده شوه چې ماشوم د ګوزڼ پر ویروس اخته دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
تر ۲۰۱۱ کال پورې د پاکستان بلوچستان ایالت کې د نورو ایالتونو په پرتله د ګوزڼ پېښې ډېرې وې.
خو د سږ کال تر پیله په کې د ګوزڼ هېڅ پېښه راپور نه شوه چې پر اساس یې چارواکو دا ادعا هم کوله چې بلوچستان له ګوزڼ ویروسه پاک شوی دی.
پاکستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین له څه مودې راهیسې روان دی خو تر اوسه دې هېواد کې دغه ویروس په بشپړ ډول له منځه نه دی وړل شوی.
تېر کال پاکستان کې د ګوزڼ پر کمپاین د بریدونو په پایله کې د دغه کمپاین ګڼ شمېر کارکونکي ووژل شول.
له دغه ډول پېښو وروسته پرېکړه وشوه چې پولیس به د ګوزڼ کمپاین د کارکونکو د امنیت ساتلو لپاره د دوی ملتیا کوي.








