روژيرو: امریکا په افغانستان کې د دايمي اډو هوډ نه لري

- Author, هدايت الله هميم
- دنده, له کابله
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ځايناستيفرانک روژيرويلي امريکا په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو هوډ نه لري.
د تېر کال په دسمبر کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک تر مړينې وروسته افغانستان ته د امريکا د ځانګړي استازي د ځايناستي دا لومړی سفر دی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي ځايناستیفرانک روژيرو تر پاکستان وروسته افغانستان ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره يې خبرې اترې کړې دي.
نوموړي ويلي چې د ريچرډ هولبروک تر مړينې وروسته به د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا په تګلاره کې کوم بدلون رانه شي.
ښاغلي روژيرويو ځل بيا د امريکا لخوا له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو پر ژمنې ټينګار وکړ؛ خو وويل چې امريکا دامهال هوډ نه لري چې په افغانستان کې دايمي اډې جوړې کړي:
''امريکا له افغانستان سره اوږدمهاله ژمنې لري، چې ښه بېلګه يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ځای پرځای کېدل او هلې ځلې دي. خو امريکا دامهال په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو هېڅ هوډ نه لري.''
څو ورځې وړاندې د امريکا يوه وتلي سناتور لينزي ګرېهام له خپل حکومته په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو غوښتنه کړې وه.
نوموړي دا ګام د امريکا او سيمې په ګټه بللی و، او زياته کړې يې وه چې په دې سره به د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي.
فرانک روژيرو همدارنګه وويل چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي ښه شوي چې په وينا يې امريکا د افغانانو د سولې د بهير ملاتړې ده:

''د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي د ښه کېدا په حالت کې دي. کله چې زه په اسلام اباد کې وم، د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکي هم په اسلام اباد کې پر خبرو بوخت ول. امريکا د سولې له هغه بهیر سره، چې په سر کې یې افغانان وي، ملاتړ کوي.''
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ځايناستي يو ځل بيا ټینګار وکړ چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به امنيتي چارې افغانانو ته وسپارل شي.
هغه وويل امريکا او ناټو به د افغانانو ترڅنګ د هغوی د ملاتړو په څېر پاتې وي او پر خپلو اوږدمهاله ژمنو به ټينګ ولاړ وي.








