BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
د طالبانو د رژيم تر ړنګېدا ۱۰ کاله وروسته د بامیانو بودا
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۱۸ کب ۱۳۸۹ - ۹ مارچ ۲۰۱۱
د طالبانو د رژيم تر ړنګېدا ۱۰ کاله وروسته د بامیانو بودا
د عکس تشریح،
څو پېړۍ وروسته د بامیانو بودا د افغانستان په مرکزي سیمه کې یوځل بیا رغېږي، او د طالبانو د رژيم تر ړنګېدو لس کاله وروسته د بامیانو بودا د رغولو هڅې ګړندۍ شوې دي .
د عکس تشریح،
د بامیانو بودا د هندوکش غرونو د لړۍ په لمن کې پروت دی، چې د اسیا ترځمکې لاندې خزانه ګڼل کېږي .
د عکس تشریح،
د بامیانو د بودا د مجسمې اوږدوالی ۵۳ مترو ته رسېږي چې د بامیانو د ښار پر بره څنډه پروت دی .
د عکس تشریح،
اوس مهال د بودا تر پښو لاندې ټوله سیمه کنډه او کپره پرته ده .
د عکس تشریح،
د بودا مجسمې د سوېلي برخې په یوه غار کې د بودا مجسمې ړنګې شوې ټوټې راغونډې کړای شوې، چې لرغون پوهان پرې دا مهال کار کوي .
د عکس تشریح،
د بودا مجسمې په ختيځه څنډه کې د هغه د مجسمې د بیارغونې لپاره خوازې درول شوې دي .
د عکس تشریح،
د جاپاني لرغون پوهانو یوه ډله دا مهال د بامیانو ښار ته تللې چې د بودا د مجسمې د بېرته رغونې ارزونه وکړي .
د عکس تشریح،
هغه کړنګونه چې بودا پرې ولاړ دی، د غارونو په يوې لړۍ کې پروت دی او د بامیانو ګڼې کورنۍ هلته اوسېږي .
د عکس تشریح،
په ځینو غارونو کې د ننه د بودا د مجسمې انځورونه کښل شوي، چې د لرغون پوهانو په وینا دا انځورونه د تېلو په وسیله جوړې شوې دي چې مقاومت یې ډېر دی .
د عکس تشریح،
د بي بي سي خبریال السټير لیتید په ۲۰۰۸ کال دغې سیمې ته ورغلی او دا ځای یې په نړۍ کې د بودا تر ټولو لرغونې مجسمه بللې ده .
د عکس تشریح،
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بودا لاسونه او ګڼې انځور شوې مجسمې ړنګې شوې دي .
د عکس تشریح،
د درېیم بودا مجسمه چې د اوومې پېړۍ په نیمايي کې کشف شوې ده، شاوخوا ۱۰۰۰ فوټه اوږدوالی لري او د درې په غولي پرته ده .
د عکس تشریح،
په افغانستان کې زیږېدلی لرغون پوه ډاکټر زلمی طرزی چې د بامیانو په انډیانا جونز هم شهرت لريو دا مهال د بودا د مجسمې په اړه پلټنې کوي او په دې باور دی چې ځينې برخې یې لاهم پټې پاتې دي .
د عکس تشریح،
د بامیانو د بودا مجسمې سیمه د شپې مهال په ښکلې منظره کې ګورﺉ .
مهم خبرونه
نړیوال بانک: د طالبانو حکومت تېر کال شاوخوا ۹۷ میلیارده افغانۍ امنیتي برخې ته ځانګړې کړې وې
۴ ساعتونه وړاندې
"امرثاني"؛ د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزير یوې ويډيو ته د ايلان مسک غبرګون
۱ ساعت وړاندې
د ملګرو ملتونو مرستیاله مشره: د امریکا مرستو کمېدل افغانستان کې زموږ "پر کارونو پاموړ اغېز نه لري"
۵ ساعتونه وړاندې
ځانګړي مطالب
هند او اروپايي ټولنې 'تاریخي' سوداګریزه هوکړه اعلان کړه
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
د نیپا وژونکی وېروس څه شی دی او څنګه خپرېږي؟
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
ایا د "پوځي خوب طریقه" تاسو په دوو دقیقو کې ویده کولای شي؟
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
د طالبانو حکومت وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال ډېرې مېوې بهر ته صادرې شوې دي
۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۷ جنوري ۲۰۲۶
درس
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology