برتانیا: له طالبانو سره باید مخامخ خبرې وشي

ښاغلی کرزی او کامیرون

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلي کرزي او کامیرون له طالبانو سره د جوړجاړي پر سر هم خبرې کړې دي .

افغان ولسمشر حامد کرزي د برتانیا له لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون سره افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو او له طالبانو سره د خبرو پر سر غږېدلی دی .

حامد کرزي او کامیرون د لندن په ډاونېنګ سټريټ کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، دواړو مشرانو له ناټو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو او همدارنګه له طالبانو سره د روغې جوړې پر سر خبرې کړې دي .

وړاندې ولسمشر کرزي ويلي ول چې افغان ځواکونو ته به د امنيتي چارو سپارل د راروان ۱۳۹۰هـ کال په لومړیو کې پيل شي .

نوموړي د لندن په خبري ناسته کې له کامیرون سره یوځل بيا په ټینګار وویل چې د نړیوالو تړونونو له مخې به زیاتره بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، خو برتانوي او الماني ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پای ته رسېدا وروسته هم په افغانستان کې د همکارۍ او روزنې لپاره پاتې کېږي .

د افغانستان ولسمشر او د برتانیا لومړي وزیر همدارنګه د دواړو هېوادونو پر اقتصادي پرمختګ هم خبرې وکړې .

ښاغلي کامیرون وویل په پام کې ده چې ښاغلی کرزی به له یو شمېر برتانوي پانګه والو سره وګوري او هغوی به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي .

ډېوېډ کامیرون او ښاغلي کرزي له وسله والو طالبانو سره د خبرو او جوړجاړي پر سر هم له یو بل سره خبرې وکړې او له وسله والو طالبانو یې له القاعدې څخه د جلا کېدو او د افغانستان د اساسي قانون د منلو غوښتنه وکړه .

عبدالسلام ضعیف

د عکس سرچینه، bbc

د عکس تشریح، عبدالسلام ضعیف دا هم ویلي که چېرې له هغه څخه وغوښتل شي، نو د جګړې د پای ته رسیېدو په برخه کې به همکاري وکړي .

پر همدې مهال ځینې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د طاالبانو یو شمېر مشرانو د سولې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کړی دی .

تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د طالبانو د رژيم سفیر ملا عبدالسلام ضعیف برتانیا ته تللی و .

برتانیا ته د هغه له سفر سره هم مهاله انډپنډنټ ورځپاڼې ليکلي وو چې ښاغلی ضعیف له یو شمېر برتانوي چارواکو سره له طالبانو سره د خبرو پر سر غږېدلی دی .

خو ښاغلي ضعیف بیا رسنیو ته په خپل برېښنالیک کې دا ادعا رد کړه، او د انډپنډنټ ورځپاڼې ادعا یې بې بنسټه وبلله .

عبدالسلام ضعیف دا هم ویلي که چېرې له هغه څخه وغوښتل شي، نو د جګړې د پای ته رسیېدو په برخه کې به همکاري وکړي .