د بي بي سي پښتو نوې کړکۍ

د فيسبک پاڼه د اوريدونکو تر منځ د نظرونو او بحثونو امکانات برابروي.

د عکس سرچینه، BBC Pashto

د عکس تشریح، د فيسبک پاڼه د اوريدونکو تر منځ د نظرونو او بحثونو امکانات برابروي.
    • Author, اسماعيل مياخيل
    • دنده, لندن

بي بي سي پښتو تل هڅه کړې چې له بيلا بيلو لارو خبرونه او معلومات خپلو اوريدونکو ته په چټکۍ ورسوي.

په مهمو او نامتو ټولنيزو پاڼو کې د بي بي سي شته والی پدې لاره کې زمونږ د هڅو يوه داسې بيلګه ده چې خپلو اوريدونکو ته نور هم نژدې شو او د دوی تر منځ د نظرونو او بحثونو امکانات برابر کړو.

تاسې کولي شي هغه مطالب، رپوټونه، خبرونه، ويډيویي کلېپونه او د انځورونو ټولګه چې په راډيو او انټرنېنټ پاڼه کې خپريږي زمونږ په فيسبوک او يوټيوب پاڼو کې هم وگورئ.

<link type="page"><caption> بي بي سي پښتو فيسبوک</caption><url href="http://www.facebook.com/pages/BBC-Pashto/167959249906191" platform="highweb"/></link>

په دې پاڼه کې د بي بي سي پښتو د وروستيو خپرونو څخه خبریدلی شي، د همکارانو انځورونه کتلی شی او د خپرونو يا مهمو موضوعگانو په اړه خپل وړانديزونه او نظرونه څرگندولى شئ. همدارنګه کولی شی د نورو اوريدونکو له نظرونو او څرگندونو ځان خبر کړئ او خپل نظر له نورو سره شريک کړئ.