بي بي سي پښتو په يوټيوب کې خپل کانال پرانېست

د عکس سرچینه، BBC Pashto
- Author, اسماعيل مياخيل
- دنده, لندن
بي بي سي پښتو څانگه پر يوټيوب چې په نړۍ کې د انټرنېټ له لارې د ويډيو خپرولو مخکښه پاڼه ده خپلې ويډيوګانې خپروي.
د راډيو او ويپاڼې سربيره د يوټيوب دغه نوى کانال به اوريدونکو ته د وروستیو خبرونو سره سره د ويډيوگانو د ليدولو ډيرې اسانتياوې رامنځ ته کړي.
يوټيوب کې د بي بي سي پښتو کانال به سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، ساینسي ، کلتوري او د بي بي سي د بې ساري خبري شبکې او خبریالانو ويډيویي رپوټونه خپاره کړي. ددې تر څنگ دغه کانال به پښتنو اورېدونکو ته د پېښو ریښتنی او ځانګړی انځور وړاندې کړي. د نړۍ د سترو پېښو ويډيویي کلېپونو هم کتلی شی.
د اروپا، منځنۍ آسیا او افریقا لپاره د یوټیوب شبکې مشر پاتریک والکر وايي "یوټیوب په ريښتیا هم یوه نړیواله شبکه ده، چې د نړۍ میلیونونه کسان سره یو ځای کوي، او زیاتره یې د نړیوالو خبرونو اورېدو ته لېوال دي. نو بي بي سي د دغو نویو ګامونو په پورته کولو سره په نړۍ کې د بېلابېلو ميليونونو اورېدونکو سره د نژدې کېدو په لاره کې يو ستر گام دى."
لينک: <link type="page"><caption> http://www.youtube.com/bbcpashto</caption><url href="http://www.youtube.com/bbcpashtovideo" platform="highweb"/></link><link type="page"><caption> video</caption><url href="http://www.youtube.com/bbcpashtovideo" platform="highweb"/></link>




