کمپاین کوونکي له ای سي سي غواړي "شهزاد وبښي"

د افغانستان د کرېکټ مینه والو پر ټولنیزو شبکو یو کمپیان پیل کړی چې په کې د کرېکټ له نړیوالې شورا، ای سي سي غواړي وتلی افغان توپ وهونکی شهزاد محمدي وبښي.
د شهزاد د بخښنې لپاره د #ForgiveMS "شهزاد وبخښئ "هشټګ جوړ شوی او د ده د مینه والو له خوا کارول کېږي.

د عکس سرچینه، Twitter
د لندن مشهور لارډز لوبغالي کې د اېم سي سي او افغان کرېکټ لوبډلې ترمنځ سیالۍ کې هم شهزاد ته یو شمېر کمپاین کوونکو ګډون کړی و.
پرون لارډز لوبغالي کې د شهزاد یو شمېر مینه والو له ځانه سره داسې پوسترونه لېږدول چې پرې لیکلي ول " زه له تاسې غواړم شهزاد وبښئ."

شهزاد محمدي څو میاشتې وړاندې د ناقانونه درملو د خوړلو په تور د کرېکټ د نړیوالې شورا له لوري د اوس لپاره له لوبې کولو منع شوی دی.
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي ته وویل چې دوی له شهزاده د دفاع لپاره وکیل نیولی دی او مسله یې په جریان کې ده.

د عکس سرچینه، Payenda Sargand
ده وویل شهزاد محمدي نه و خبر چې منع شوي دارو یې خوړلي.
د ښاغلي مشعل په وینا تر اوسه د شهزاد پر قضیې نژدې ۸۰ زره ډالر لګېدلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Twitter
ویل کېږي ښایي د دوو کلونو لپاره پر شهزاد بندیز ولګېږي او د لوبو له ترسره کولو محروم شي.
شهزاد یو له هغو وتلو افغان لوبغاړو دی چې د بهرنیو هېوادونو په لیګونو کې لوبېدلی دی.








