کرېکټ: د هند پريميرليګ کې د شهزاد او راشد بيه وټاکل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند کرېکټ پرېميرليګ سياليو ليلامۍ ته دا ځل پنځه افغان لوبغاړي وړاندې شوي چې په هغو کې محمد شهزاد، محمد نبي، راشد ارمان، اصغر ستانکزی، او دولت ځدراڼ شامل دي.
ويل کېږي په ليلامۍ کې د محمد شهزاد او راشد ارمان د پيل بيه پنځه ميليونه هندۍ روپي ټاکل شوې ده. تر ټولو لوړه بيه د ايشانت شرما ده چې له نژدې ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو پيلېږي.
وړاندې داسې ويل کېدل چې نجيب ځدراڼ به په دې لست کې وي خو اوس د اصغر ستانکزي نوم ور اضافه شوی دی.
د لوبغاړو له اصلي لست څخه چې ۷۹۹ کسان په کې شامل وو اوس به ټول ۳۵۱ لوبغاړي د فبرورۍ پر ۲۰ نېټه په بنګلور کې د اي پي اېل لپاره ليلامۍ ته وړاندې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ په اسوسيټ يا دويمه درجه لوبډلو کې افغان لوبډله يوزاينۍ هغه ده چې تر ټولو ډېر يعني پنځه لوبغاړي يې ای پي اېل کې د لوبېدو لپاره وړاندې شوي دي.
پر افغانستان سربېره د متحده عربي اماراتو يو لوبغاړی هم په دغه لست کې شامل دی.
د لوبغاړو د ليلامۍ په لست کې د پاکستان کوم لوبغاړی نه تر سترګو کېږي. داسې اټکل کېږي چې لوبډلې به د انګريز لوبغاړو په اخيستو کې ډېره دلچسپي ښکاره کړي.
د ځینو مشهورو لوبغاړو بیه کېدای شي پيل کې ټیټه وي، خو که ګڼو لوبډلو یې پېرلو کې لېوالتیا وښووله نو تر منځ به یې سیالي کېږي او پای کې چې د هرې لوبډلې بیه لوړه وي، لوبغاړی به هم د هغوی شي.
د ای پي اېل په سږنۍ ليلامۍ کې که څه هم د شته لوبغاړو نوملړ ډېر اوږد دی خو ټولې اته لوبډلې به وکولای شي خپلو منځو کې په ګډه ۷۶ لوبغاړي وپېري.

د عکس سرچینه، Getty Images
په اي پي اېل کې هره لوبډله کولی شي ۲۷ لوبغاړي ولري چې په دې کې باید لږ تر لږه ۱۸ هندي لوبغاړي وي. په دې حساب هره لوبډله له ۹ زیات بهرني لوبغاړي نه شي ساتلی.
د اي پي اېل لوبې د هند او د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ افغانستان کې هم ډېر مينه وال لري. دغه سيالۍ به د روان کال د اپريل پر ۵ نېټه پيل شي او د مۍ تر ۲۱ به دوام وکړي.










