د هند غوره لیګ کې د پنځو افغان لوبغاړو چانس

د هند یوې رسنۍ ویلي د حیدراباد سنرایز لوبډله ښايي راشد خان وپلوري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند یوې رسنۍ ویلي د حیدراباد سنرایز لوبډله ښايي راشد خان وپلوري
    • Author, حميد قيومي
    • دنده, بي بي سي لندن

سږکال د هند کرېکټ پرېمیرلیګ سیالیو لسم کال دی او ښایي دا ځل افغان مینه وال په لومړي ځل خپل ملي اتلان په دې لوبو کې وګوري او ملاتړ یې وکړي.

د ای پي اېل لوبې هند او د نړۍ ځینو نورو هېوادونو تر څنګ افغانستان کې هم خورا ډېر مینه وال لري.

دا لومړي ځل دی چې پنځه افغان لوبغاړي د ای پي اېل لوبو لپاره د لوبغاړو د نيلامۍ نوملړ کې ور ځای شوي.

محمد شهزاد، محمد نبي، راشد ارمان، نجیب ځدراڼ او دولت ځدراڼ به د فبرورۍ په ۲۰ نېټه نيلامۍ کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

د کرېکټ په اسوسيټ یا دویمه درجه لوبډلو کې افغان لوبډله یوازینۍ هغه ده چې تر ټولو ډېر یعنې پنځه لوبغاړي یې ای پي اېل کې د لوبېدو لپاره وړاندې شوي دي.

پر افغانستان سربېره د ایرلنډ دوه لوبغاړي او د متحده عربي اماراتو او هالنډ یو یو لوبغاړی دغه لست کې هم شامل دي.

د افغان لوبغاړو د شهرت راز

د کرېکټ نړیوال جام اتلولیو کې انګلستان او جنوبي افریقا سره یې هم لوبې د پام وړ وې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کرېکټ نړیوال جام اتلولیو کې انګلستان او جنوبي افریقا سره د افغانستان لوبې د پام وړ وې.

د تېر کال شل اوریزه کرېکټ سیالیو نړیوال جام کې افغان لوبغاړي ښه وځلېدل. یوازینۍ لوبډله وه چې د اتلولۍ ګټونکې لوبډلې وېسټ انډيز ته یې ماتې ورکړه.

شهزاد محمدي

انګلستان او جنوبي افریقا سره یې هم لوبې د پام وړ وې. په ځانګړي ډول جنوبي افریقا سره سیالي کې د شهزاد لوبې ډېر حیران کړل.

محمد شهزاد د لوبې د پیل توپ وهونکي په توګه ډېر ستایل شوی. په تېره بیا شل اوره لوبو کې هره لوبډله او کپتان داسې لوبغاړی غواړي چې د پیل په اورونو کې د لوړو شاټونو وړتیا ولري، او شهزاد نو دا کمال لري. دی په شل اوره لوبو کې د غوره توپ وهونکو په کتار کې اووم نمبر کې دی.

محمد نبي دا څو ورځې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ د یو ورځنیو لوبو دویم غوره الراونډر وټاکه.

د عکس سرچینه، Kevin Mazur

د عکس تشریح، محمد نبي دا څو ورځې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ د یو ورځنیو لوبو دویم غوره الراونډر وټاکه.

محمد نبي دا څو ورځې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ د یو ورځنیو لوبو دویم غوره الراونډر وټاکه.

نبي له ډېرې مودې راهیسې په شل اوره لوبو کې هم د لس غوره الراونډرانو کتار کې شامل دی. نوموړی د ورو توپ اچونې او ورسره د ښې توپ وهنې وړتیا به حتمآ د ځینو لوبډلو پام ورواړوي.

راشد ارمان

راشد ارمان د خپل لیګ سپېن او ګوګلي توپ اچونې وړتیا له کبله له وړاندې د کرېکټ ډېرو نړیوالو شنونکو ستایلی.

راشد خان پر ښې توپ اچونې سربېره یې بیټېنګ کې هم ښه دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشد خان پر ښې توپ اچونې سربېره یې بیټېنګ کې هم ښه دی

راشد هم نړیوالو شل اوره لوبو کې د غوره توپ اچوونکو کتار کې په پنځمه شمېره ده. تر اوسه یې ۲۱ شل اوره لوبو کې ۳۱ لوبغاړي سوځولي. پر ښې توپ اچونې سربېره یې بیټېنګ کې هم ښه دی.

نجیب ځدراڼ هم د تېزې لوبې او لوړو شاټونو ښه وړتیا لري او دولت ځدران د تېز توپ اچوونکي په توګه ښه بریالی دی.

که چېرته له افغان لوبغاړو کوم یو یې نيلامۍ کې وپلورل شي نو له یوه اړخه به هغې لوبډلې په کمه بیه خورا غښتلی لوبغاړی ترلاسه کړی وي، له بل اړخه به دا خپله دغو افغان لوبغاړو ته د پرمختګ یوه ګټوره تجربه وي.

د نیلامۍ بڼه

د فبرورۍ په ۲۰ نېټه به د ای پي اېل اتو لوبډلو څښتنان او استازي د لوبغاړو د نیلامۍ په غونډه کې ګډون وکړي. په هغه ورځ به څه باندې ۷۰۰ هندي او بهرني کرېکټ لوبغاړي نیلامۍ ته وړاندې شي. په خپل وار به د هر لوبغاړي نوم او د پیل بیه په ډاګه کېږي. غونډه کې ناست د لوبډلو استازي به وکولای شي د خپلې خوښې لوبغاړي رانیولو کې دلچسپي وښایي.

نجیب ځدران هم د تېزې لوبې او لوړو شاټونو ښه وړتیا لري او دولت ځدران د تېز توپ اچوونکي په توګه ښه بریالی دی.

د عکس سرچینه، Sportsfile

د عکس تشریح، نجیب ځدران هم د تېزې لوبې او لوړو شاټونو ښه وړتیا لري او دولت ځدران د تېز توپ اچوونکي په توګه ښه بریالی دی.

د ځینو مشهورو لوبغاړو بیه کېدای شي پيل کې ټیټه وي، خو که ګڼو لوبډلو یې پېرلو کې لېوالتیا وښووله نو تر منځ به یې سیالي کېږي. او پای کې چې د هرې لوبډلې بیه لوړه وي، لوبغاړی به هم د هغوی شي. د ای پي اېل په سږنۍ نيلامۍ کې که څه د شته لوبغاړو نوملړ ډېر اوږد دی خو ټولې اته لوبډلې به وکولای شي خپلو منځو کې په ګډه ۷۶ لوبغاړي وپېري.

د دې لامل دا دی چې ټولو لوبډلو د تېر لوبیز کال ځینې لوبغاړي ساتلي او یوازې هغه شمېر لوبغاړي به پېري چې اړتیا یې لري. هره لوبډله کولی شي ۲۷ لوبغاړي ولري، چې په دې کې باید لږ تر لږه ۱۸ هندي لوبغاړي وي. په دې حساب هره لوبډله له ۹ زیات بهرني لوبغاړي نه شي ساتلی.

د ای پي اېل سږنۍ لوبې به د اپرېل په ۵ نېټه پیل شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ای پي اېل سږنۍ لوبې به د اپرېل په ۵ نېټه پیل شي

د ای پي اېل سږنۍ لوبې به د اپرېل په ۵ نېټه پیل شي او د می تر ۲۱ به دوام ولري. لومړی ځل دا لوبې ۲۰۰۷م کال کې وشوې.

که چېرته له افغان لوبغاړو کوم یو یې نيلامۍ کې وپلورل شي نو له یوه اړخه به هغې لوبډلې په کمه بیه خورا غښتلی لوبغاړی ترلاسه کړی وي، له بل اړخه دا به خپله دغو افغان لوبغاړو ته د پرمختګ یوه ګټوره تجربه وي. ورسره به افغانستان کې لا نور ځوانان کرېکټ لوبې ته وهڅېږي او دغلته به کرېکټ نور ورسره روښانه شي.