د مس عینک زون ۱۶ کلنو کریکټ لوبډلې ته زلمیان غوره کېږي

د مس عینک زون د شپاړس کلنو کریکټ لوبډلې د ټاکلو لپاره په خوست کې له سلګونو لوبغاړو د ازموینې اخیستو لړۍ پیل شوه.
په دغه ازموینه کې پر خوست سربېره د پکتیا، پکتیکا، لوګر او غزني ولایتونو سلګونه د کریکټ تنکي ځوانان برخه لري.
ازموینه د خوست د کریکټ په ملي اکاډيمۍ کې د کريکټ بورډ د ولایتي او د دغه ادارې د غواروي کمیټې لخوا د څو ورځو لپاره روانه ده.
د افغانستان د کریکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر نوروزمنګل بي بي سي ته وویل، د لوبغاړو ټاکلو ازموینه به په مس عینک زون سربېره، په سپین غر، بند امیر، بُست او امو زون کې هم روانه ده.
ده وویل، دی او ورسره همکاران یې د جنوب ختیځو ولایتونو له تنکیو لوبغاړو ازموینه اخلي:
"د لوبغاړو شمېر تر سلګونو رسېږي، خو موږ د مس عینک زون لوبډلې لپاره یوازې ۱۸ لوبغاړي په کار دي، چې دغه لوبغاړي له نورو ۴ زونونو سره سیالۍ وکړي او په راتلونکي کې ۱۹ کلنو، الف او ملي لوبډلو ته موږ پیاوړي لوبغاړي ولرو. "
دی زیاتوي: "ما له څو ورځو راهیسې تیلېفون بند کړی دی، ځکه چې ما ته مختلف چارواکي زنګونه وهي او را باندې په اړیکو لوبغاړي ګماري، چې دا ما ته د منلو وړ نه ده. "

نوموړي وویل، کریکټ بورډ ورباندې باور کړی نو ټول لوبغاړي به د وړتیا او د عمر کتلو او ارزولو وروسته د مس عینک زون لوبډلې ته لاره پیدا کوي.
د جنوب ختیځ زون له مختلفو ولایتونو راغلو لوبغاړو هیلمندي ښکاره کوله او په خوست کریکټ اکاډیمۍ کې یې د ازموینې لپاره شېبې شمېرلې.
د لوګر ولایت ځوان لوبغاړی زاهد مومند بي بي سي ته وویل: "ما د ۱۶ کلنو په تېرو سیالیو کې چې خوست او ننګرهار کې ترسره شوې وړتیا وښوده، په ننګرهار کې مې په لومړۍ سیالۍ کې ۵ ویکټې واخیستې او همدومره په اخیري سیالۍ کې. د ټورنمنټ غوره لوبغاړی هم شوم اوس هیله لرم، چې د مس عینک زون شپاړس کالونو لوبډلې ته لاره پیدا کړم. "
پکتیکا له ارګون څخه په دې ازموینه کې یو بل ګډون لرونکي لوبغاړي یوسف ځدراڼ هم هیله مند و او د غواري کمیټې پر مشر یې باور درلود.
ده وویل: "د نولس کالونو لوبغاړو د ټاکلو په موخه تېره میاشتې مې سیالۍ کې برخه لرله په څلورو سیالیو کې مې ۷ ویکټې واخیستې او ۷۴ منډې وکړې هیلمند یم او نوروز منګل باندې باور لرم او هغه په دې پوهیږي، چې څنګه یو لوبغاړی د کومو معیارونو له مخې غوره کړې."
د غواروي کمیټې مشر نوروز منګل وایي، د زونو د لوبډلو لپاره یوه میاشتې وړاندې کریکټ بورډ شاوخوا ۸۰ زره امریکایي ډالره په خوست او ننګرهار کې په سیالیو ولګول خو کومه مثبته پایله یې نلرله او اوس د دوی غوراوي ډلګۍ هڅه کوي، چې له عمر او معیار سره برابر د کریکټ لوبغاړي وټاکي.










