کرېکټ: د نبي او راشد په مرسته افغانستان له اماراتو د لوبو لړۍ وګټله

افغان لوبډله

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغانستان او متحدو عربي اماراتو تر منځ د دغو شل اوريزو لوبو لړۍ افغانستان درې صفر وګټله

د افغانستان او متحدو عربي اماراتو تر منځ درېیمه شل اوره لوبه کې افغانستان کوربه هېواد متحدو عربي اماراتو ته په ۴۴ منډو ماته ورکړه او د لوبو دا لړۍ یې درې صفر وګټله.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله، لومړی یې د منډې جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې ۱۸۹ منډې جوړې کړې.

په دغه لوبه کې له افغان لوري محمد شهزاد تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې، نوموړی وتوانېد چې په ۳۰ توپونو ۴۰ منډې ترسره کړي. پر ده سربېره نجيب ترکي په ۲۵ توپونو ۴۰ او سميع الله شينواري په ۲۲ توپونو ۳۹ مندې جوړ کړې.

په ځواب کې متحدو عربي اماراتو په شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې جوړې کړې او لوبه يې د افغانستان پر وړاندې وبايلله.

د متحدو عربي اماراتو لپاره روهن مصطفی ۵۸، شيمان انور ۵۶ او رميز شهزاد ۱۵ منډې جوړې کړې.

له افغان توپو اچوونکو محمد نبي ۳، راشد خان ۳، او فريد احمد يو لوبغاړي وسوځاوه.

محمد نبي لومړی افغان لوبغاړی دی چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ۵۰ کسه سوځولي دي.