کرېکټ: شهزاد افغانستان بري ته ورساوه

د عکس سرچینه، ACI
د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵ یو ورځنیو سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه هم افغانستان وګټله.
افغان لوبډلې د څلور وېکټو په لرلو زمبابوې ته په زړه پورې ماته ورکړه.
د زمبابوي لوبډلې پچه وګټله او لومړی يې د توپ وهلو پرېکړه وکړه.
زمبابوې د ۷ لوبغاړو په سوځېد ۲۵۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۲۵۴ منډو هدف وټاکه.
محمد نبي او روښان بارکزي دوې دوې وېکټې واخيستې.
دولت ځدراڼ د زمبابوې درې لوبغاړي وسوځول. نوموړی درېيم افغان توپ اچوونکی دی چې په نړیوالو يو ورځنيو لوبو کې ۵۰ وېکټې اخلي.
د زمبابوې لپاره تر ټولو ښه لوبه پيټر مور وکړه نوموړي د درې شپږيزو او ۵ څلوريزو، ۵۱ توپونو کې ۵۰ منډې جوړې کړې.

د عکس سرچینه، ACB
د لوبې په پيل کې دا سې ښکار ېده چې افغان لوبډله به ټاکل شوی هدف په اسانۍ پوره نشي کړای، خو د شهزاد محمدې منډې د افغانستان لپاره ګټورې ثابتې شوې.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۸ اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۱۳۱ منډې جوړې او و نه سوځېد.
همدا ډول محمد نبي عیسی خیل ۳۳، نورعلی ځدراڼ ۳۱ او میرویس اشرف ۲۶ منډې جوړې کړې.
د افغانستان او زمبابوې تر منځ تېره لوبه هم افغانستان ګټلې وه.








